1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

په یو وسله وال برید کې پاکستاني عسکر او وسله وال وژل شوي

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

پاکستانی چارواکو د دوشنبې په ورځ په یوه وسله واله نښته کې د لږ تر لږه پنځه پاکستاني عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. دوی وايي پنځه وسله وال هم وژل شوي. د حملې مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/4gKUu
د آرشیف انځور - د پاکستان د پوځ سرتيري د خیبرپښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د ګزمې پر مهال
د آرشیف انځور - د پاکستان د پوځ سرتيري د خیبرپښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د ګزمې پر مهالانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

يوه ځايي چارواکي، عطاالله شاه، د آلمان خبري آژآنس ته وويل چې دغې نښتې څو ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې ېې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

ياد آژانس وايي دغه حمله د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت د خيبر په غرنۍ سیمه کې چې د افغانستان ننګرهار ولایت ته نژدې پرته ده، شوې ده.

دغه حمله چې سهار وختي شوې، پاکستاني طالبانو ېې مسئولیت منلی دی. تر دې یوه ورځ مخکې هم په دغه سیمه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې وه، چې پکې دوه عسکر او پنځه وسله وال وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هم په دغو دوو حملو کې د خپلو ۷ سرتېرو وژنه منلې او وايي چې په دواړو حملو کې ۲۳ وسله وال هم وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان (TTP) یا پاکستاني طالبان چې له افغان طالبانو جلا ډله ده، د څو کلونو راهیسې د پاکستان حکومت پر ضد جنګيږي چې په خپلو حملو کې تر ډېره امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې دغه ډله د څو کلونو د تاوتریخوالو په ترڅ کې د شاوخوا ۸۰زره خلکو د وژنې مسئوله ده او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکنمېدو راهیسې ېې خپلې حملې ډېرې کړي دي.

 (dpa)mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (16.05.2023):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل