1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ډبرو سکرو کان پر سر نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

په شمالي وزيرستان کې د ډبرو سکرو د یوه کان د ملکيت پر سر د دوو قبیلو تر منځ وسله واله نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د وضعیت د کنټرولولو له پاره امنيتي ځواکونه ګومارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ROuB
د آرشیف انځور - د پاکستان په کويته کې په کان کې چاودنه د ۲۰۱۸م کال د می میاشتې ۵مه
د آرشیف انځور - د پاکستان په کويته کې په کان کې چاودنه د ۲۰۱۸م کال د می میاشتې ۵مهانځور: picture-alliance/dpa/Irfan/XinHua

د پاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه وسله واله نښته د خیبر پښتونخوا ایالت په آدم خيلو ولسوالۍ کې د سني خیلو او زرغون خيلو قبيلو تر منځ شوې ده. خو په یوه بل خبر کې بیا ويل شوي چې نښته د زرغون خیل او اخوروال قبېلې تر منځ شوې ده.

د ځايي پولیسو یو افسر منور خان وويل چې دغه خونړۍ نښته د دوشنبې په ورځ د ډبرو سکرو د يو ځايي کان د حدودو د تعینولو پر سر رامنځ ته شوه.

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، منور خان وويل چې وروسته له هغې چې دواړو خواوو د نښتې درولو ته حاضر نه شول، له امنيتي ځواکونه څخه وغوښتل شول تر څو وضعیت کنټرول کړي.

ورته نور ولولئ: بلوچستان: د سکرو کان چاودنې شپږ کان کيندونکي وژلي

د فرانسې خبري آژانس بیا په دې هکله له پېښوره په خپل رپوټ کې ويلي دي چې نښته د اخوروال او سني خیل قبيلو تر منځ شوې ده. دغه آژانس د پولیسو له قوله ليکي چې نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې اخوروال قبېلې د کان یو لوړ موقعيت پر سر پر سني خيل قبیله باندې ډزې وکړې. زیاته شوې چې دغه غرنۍ لوړه سیمه د افغانستان له پولې په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې واقع ده.

د پولیسو یو افسر، فرهان خان دغه آژانس ته وويل: «دغه قبېلې په قوي وسلو سمبال دي، او د څو دقیقو په منځ کې نښته رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يې په یو لوي شمیر تلفات رامنځ ته شول.»

خان زیاته کړه چې تر دې مخکې د دغو دوو قبیلو ترمنځ څو ځله قومي جرګې شوي دي، خو ترمنځ ېې جوړجاړی نه دی رامنځ ته شوی. ويل شوي چې د کان جنجالي سیمه د قبیلو ترمنځ ويشل شوې او سرحد هم پکې ټاکل شوی، خو بیا هم د دوشنبې په ورځ نښته شوې ده.

ورته نور ولولئ:  کوټه: د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې ۴ کسان وژلي

د ځايي پولیسو یو ویاند فضل نعیم وويل چې په وژل شوو کسانو کې ۱۲ يې د سني خيلو او ۴ نور د آخوروال قبیلې اړوند دي. هغه زیاته کړه چې څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.

که څه هم د پاکستان په کانونو کې هر کال چاودنې یا غیرمعیاري کېندې هم د کان کېندونکو ژوند اخلي خو د کانونو پر سر د تاوتریخوالو دا ډول پېښې پکې ډير په ندرت رامنځ ته کيږي.

د ډبرو سکرو کانونه د پاکستان په مختلفو برخو، خو تر ډېره د بلوچيستان ایالت په شمال لويديځ او جنوب لويديځو علاقو کې واقع دي.

(AFP,AP)mks/bs

زموږ له آرشیف څخه پر ورته یوه موضوع یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: