1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 کوټه: د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې ۴ کسان وژلي

۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبه

يوه پاکستاني چارواکي وويل چې د شنبې په ورځ سهار وختي د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ميتان ګاز په یوه چاودنه کې څلور کارګر وژل شوي دي. پیښه د پاکستان د کويټې ښار په مربوطاتو کې شوې او درې کسان ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/46ZLi
Kohlemine in Quetta, Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa

د کان د تفتیش مشر، عبدالغني وويل چې دغه چاودنه، د کوټې په  سره غزګۍ کې شوې ده چېرته ته چې ادعا کیږي کانونه په غیرقانوني توګه کیندل کيږي.

غني وويل چې دغه کان په بشپړه توګه تر څیړنې لاندې نیول شوی تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې د لويدلي کان په ژورو کې نور کسان بند پاتې نه وي. د اسوشتید پریس په حواله، هغه وويل چې نه يې مالک او نه د کان قرارداديان له چاودنې وروسته موندل شوي ول. هغه کارګران چې وژغورل شول، په داسې حال کې نه ول چې د پېښې په هکله جزئيات ورکړي.

د پاکستان په کانونو کې د خطرناکه محافظتي شرایطو او کان کیندونکو ته د لږو لازمو روزنو له کبله وخت ناوخت دا ډول پيښې رامنځ ته کیږي.