1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوچستان: د سکرو کان چاودنې شپږ کان کيندونکي وژلي

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

د پاکستان سويل لويديځ کې د مېتان ګاز چاودنې له کبله د سکرو يوه کان کې شپږ کان کيندونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. چارواکو ويلي چې ټوله جمعه د ژغورنې عمليات جاري ول.

https://p.dw.com/p/4OFpH
Pakistan Mindestens 16 Tote bei Explosion in Kohlegrube
انځور: Getty Images/AFP/Str

دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ په هرنای کې يعنې د بلوچستان ايالت يا صوبې په سويل لويديځ کې شوې ده. د کانونو مفتش، محمد اکرم، وويل چې ۲۴ ساعته يې وخت ونيو څو بند شوي کان کيندونکي آزاد او مړي هم راوسپړل شي.

د پاکستان کان کيندونکي ډېری وخت شکايت کوي چې د کانونو خاوندان لازم احتياطي تدابير نه نيسي او کافي سامان آلات هم په اختيار کې نه ورکوي. خو د خطر او کمو معاشونو سره سره په زرونو تنه د بلوچستان په کانونو کې کار کوي.

په دغه ايالت يا صوبه کې د پاکستان د نورو برخو په نسبت بې کاري هم زياته ده. په بلوچستان کې د لسيزو راهيسې په ټيټه سطح يو پاڅون او د ياغيتوب خوځښتونه هم جاري دی چې يوه بېلتون پاله ډله په کې د اسلام آباد له مرکزي حکومت څخه خپلواکي غواړي.

بېلتون غوښتونکي د پاکستان د حکومت له توپيري چلن څخه شکايت کوي او د دغه آيالت په سرچينو او شتمنۍ کې برابره ونډه غواړي. دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په تېرو مياشتو کې د اورپکو ډلو له خوا بریدونه هم ډېر شوي دي.

ن.ص / خ.ح