1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

پاکستان: د مرستو د ویش پر مهال ګڼه ګوڼه کې ۱۱ تنه وژل شوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبه

د پاکستان پولیس وایي چې په کراچۍ ښار کې د روژې میاشتې د مرستو (زکات) د ویشلو پر مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي. د دې پيښې ډیري قربانیان ښځې او ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/4PaKR
Videostill | Pakistan: Deadly stampede at food giveaway
انځور: Reuters

پاکستان د میاشتو راهیسې د اقتصادي کړکیچ له امله کړيږي. پاکستاني کلدارو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او د اړینو خوراکي توکو بیې نږدې ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.

زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

پر وخت د پورونو نه ادا کول دغه هیواد اړ کړی دی چې له دې وضعیت څخه د وتلو په خاطر د پيسو له نړیوال صندوق سره خبرې اترې پيل کړي.

د پاکستان خراب اقتصادي حالت او د درملو بحران

د کراچۍ ښار په لویدیځ کې د پولیسو یو افسر فدا جنواري وویل د خلکو ازدحام یا ګڼه ګوڼه هغه وخت رامنځته شوه چې اړمنو ښځو له خپلو ماشومانو سره پر هغې کارخانې هجوم ور وړه چې مرستې په کې ویشل کیدلې.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «وحشت رامنځته شو او خلکو منډې کړې». یو سیمه ایز چارواکي وویل چې د ۶۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ خلک په یوه صنعتي چاردیوالۍ کې د [صدقې ترلاسه کولو] له پاره را ټول شوي ول.

۲۲ کلنې فاطمې نور چې په دې پيښه کې یې خپله خور له لاسه ورکړې ده وویل: «کله چې دوی اصلي دروازه پرانیستله، ټولو خلکو هجوم وروړه.»

د سیمه ایز حکومت ویاند محمد فرخ وویل د ۶ ښځو او ۳ ماشومانو جسدونه د عباسي شهید دولتي روغتون ته انتقال شوي دي. د ژغورنې د یوه غیر دولتي سازمان یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دوه جسدونه یو بل روغتون ته انتقال شوي دي.

سمیه سید طارق چې د جراحۍ داکتره او د پولیسو په اداره کې کار کوي د جمعې په ورځ ناوخته مجموعاً د ۱۱ تنو مړينه تایده کړې ده.

امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

۳۰ کلنې اسما احمد وویل چې په دې ګڼه ګوڼه کې یې خپله نیا یا انا او وریره له لاسه ورکړي دي. هغې د دې صدقې د نوعیت په اړه وویل: «مونږ هر کال د زکات ترلاسه کولو له پاره دې کارخانې ته راځو». هغې زیاته کړه «چې کنترول او مدیدیریت کولی یې نه شي، نو ولې مونږ دلته را غواړي».

د پولیسو افسر فدا جنوارې وویل د کارخانې دری تنه کارمندان په دې دلیل چې د مرستو د ویش تنظیمولو په خاطر یي پولیسو ته خبر نه وو ورکړی، نیول شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص