1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

امریکا له اقتصادي بحران سره مخامخ پاکستان باندې د چین او نورو هیوادونو پورونو اندېښمنه کړې ده. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار دیرک شولی د پنجشنبې په ورځ اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال کړې ده.

https://p.dw.com/p/4NdnB
Symbolbild Dollar Yuan Währung Wechselkurs
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/X. Zhengyi

پاکستان له تاریخي پلوه د واشنګټن نږدې متحد دی، خو په ډېره بیړه چین ته لا زیات نږدې کیږي. چین پاکستان ته په میلیاردونو ډالره پور ورکړی او اوس اسلام آباد ته تر ټولو ستر پور ورکوونکی هیواد دی.

نړيوال بانک له پاکستان سره د پور قرارداد وځنډاوه

پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افلاسیون او د پورونو د ورکولو پرله پسې مسئولیت له کبله او د بهرنیو اسعارو د ډیرو کمو زیرمو درلودلو په پام کې نیولو سره دا مهال له شدید اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

دیرک له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې کتنې وروسته په اسلام آباد کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه یوازې په پاکستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د چینایي پورونو او یا هغو پورونو په هکله چې باید چین ته ورکړل شي د خپلو اندېښنو په برخه کې په بشپړ ډول شفاف یو.»

پاکستانۍ کلداره تر سخت رکود وروسته ثبات پیدا کوي

د هغه رپوټ په حواله چې د پيسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تیر کال په سپټمبر کې خپور کړی و د پاکستان د ۱۰۰ میلیارده ډالره بهرنیو پورونو نږدې ۳۰ سلنه برخه یې د چین او د دغه هیواد د تجارتي بانکونه پورې اړه لري.

د دې پورونو ډېره برخه د چین- پاکستان کوریدور پر اساس ورکړل شوي دي، چې د بیجینګ د «یوه کمربند او یوې لارې نوښت» یوه برخه ده.

USA Derek Chollet
دیرک شولی، وویل چې هغه به پاکستان ته د امریکا او چین تر منځ د یوه د انتخابولو خبره ونه کړي.انځور: Sakchai Lalit/AP Photo/picture alliance

د پاکستان خوښه ده چې په چین او امریکا کې یو انتخاب کړي

د امریکا د بهرنیو چاو وزارت سلاکار دیرک شولی، ویلي وو چې واشنګټن له اسلام آباد سره د بیجینګ د نږدې اړیکو د «خطرونو» په هکله خبرې جاري ساتلي، خو هغه به پاکستان ته د امریکا او چین تر منځ د یوه د انتخابولو خبره ونه کړي.

مخکې تر دې په افغانستان کې د جګړې له کبله د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکو کې سوړوالی رامنځته شوی و، خو په دې وروستیو کې د لوړې کچې چارواکو د مخ پر زیاتیدونکو سفرونو سره په دغو اړیکو کې ښه والی رامنځته شوی دی.

د چین او امریکا چارواکي د جمعې په ورځ د پورونو په اړه په یوه څو اړخیز کنفرانس کې ګډون کوي.

د پاکستان ارزي زيرمې تر ټولو ټيټ حد ته لوېدلي

د جې ۷ هیوادونو او پور ورکوونکو ادارو د اوږدې مودې راهیسې له پورونو څخه د پوروړو هیوادونو د ژغورنې په خاطر پر پراخو هڅو ټينګار کړی دی، څو هغه په ټولنیزو خدماتو کې د کمښت راوستلو ستونزې څخه وژغورل شي، له کوم څخه چې نا امني رامنځته کیږي.

د امریکا د خزانې وزیر جینټ ایلن او د جي ۷ نور چارواکي چین ته، چې په نړۍ کې تر ټولو ستر پور ورکوونکي خپلواکه هیواد دی، له پورونو څخه د نجات موندې د کوښښونو په برخه کې د یو لوی خنډ په سترګه ګوري.

دیرک شولی زیاته کړه چې امریکا د موجوده اقتصادي بحران څخه د وتلو په برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

اسلام آباد ته د امریکایي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې کيږي چې د پاکستان اقتصاد له ویجاړوونکي سیلاب څخه په شدید ډول زیانمن شوی دی. بل لور ته له «آی ایم اف» سره مذاکرات بې له کوم تړون څخه پای ته ورسیدل او راتلونکې اونۍ به یو وار بیا په دې اړه مجازي غونډه پیل شي.

رویټرز: ش.ن/ ن.ز