1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

د پاکستان خراب اقتصادي حالت او د درملو بحران

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

په پاکستان کې د درمل جوړونکو کمپنيو اتحاديه وايي چې د روپۍ د ارزښت کمېدلو او انفلاسيون له کبله ښايي ۴۰ کمپنۍ درمل جوړول بند کړي.

https://p.dw.com/p/4OIOl
په پاکستان کې يو شمېر مهم درمل کمیابه شوي دي
په پاکستان کې يو شمېر مهم درمل کمیابه شوي ديانځور: Abdul Majeed/AFP

د پاکستان د درمل جوړونکي صنعت سره مربوط کسان ادعا کوي چې په دغه هيواد کې د ياد صنعت سره تړلي ۴۰ کمپنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د دوی په وينا وجه يې د پاکستانۍ روپۍ مخ پر کمېدونکی ارزښت، په وارداتو کې خنډونه او په مجموع کې د لګښتونو او قيمتونو لوړېدل دي. زياته شوې چې د نړيوال وجهي صندوق له خوا پاکستان ته د ډېوالي کېدو د مخنيوي په مقصد د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ورکړه کې ځنډ، دغه بحران لا جدي کړی دی.

د بانکي اعتبار ليکونو په اجرا کې ځنډ

د اړونده ساحې د کارپوهانو په وينا په تيرو مياشتو کې په پاکستان کې د درملو په توليد کې ۲۱،۵ فيصده کمښت راغلی دی. ويل شوي دي چې د دې يو لوی لامل د تجارتي بانکونو له خوا د اړينو خامو موادو په واردولو کې له همکارۍ څخه انکار بللی دی.

دغه هم ولولئ: امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

د پاکستان فارماسوټيکل مينوفيکچررز په نوم اتحاديې رئيس سيد فاروق بخاري دويچه وېله ته وويل چې د درملو له پاره د خامو موادو را واردولو له پاره بانکونه بايد چې د «لېټر آف کرېډټ» (ايل سي) يا بانکي اعتبار ليکونه اجرا کړي. په وينا يې د پاکستان بانکونو د ځنډ وروسته په جنورۍ مياشت کې د دغو اعتبار ليکونو د بيا اجرا پروسه پېل کړې وه. خو د باندنيو اسعارو په زېرمو کې د کمښټ له کبله بانکونو له غوښتل شوو اعتبار ليکونو څخه صرف ۵۰ سلنه غوښتنليکونه منل شوي دي.

سيد فاروق بخاري وايي چې د بانکي اعتبار ليکونو له پاره د غوښتنليکونو د صرف نيمي برخې منل کېدل که له يو اړخه د درملو د کمښت سبب شوي، نو له بل اړخه د دوکاندارانو له خوا د احتکار يا د قيمتونو د لا جګولو په مقصد د درملو يا نورو موادو د زيرمه کولو ګواښ هم زيات شوی دی.

دغه هم ولولئ: افغانستان به د سترو بحران ځپلو هيوادونو په ډله کې وي

د پاکستان چارواکي وايي چې د اعتبار ليکونو په اجرا کې د ځنډ لامل د دغه هيواد د بهرنيو اسعارو په زيرمه کې په لوړه اندازه د کموالي راتلل دي. هغوی وايي چي دغه ستونزه به ادامه ولري تر څو چې د نړيوال وجهي صندوق له خوا د پاکستان سره د ۱،۱ ميليارد ډالرو کښت نه وي ادا شوی.

د درملو لوړېدونکي قيمتونه

په پاکستان کې د جوړېدونکو درملو زياتره خام مواد له بهر څخه وارديږي. د روپۍ د ارزښت په کمېدو سره په تدريجي توګه د دغو خامو موادو په قيمت کې هم زياتوالی راغلی دی. په دې توګه اټکل کيږي چې د درملو په قيمتونو کې زياتوالی هم حتمي دی. خو د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د درملو جوړونې د صنعت هغه غوښتنې ته تر اوسه مثبت جواب نه دی ويلی چې غواړي د ټولو درملو په قيمتونو کې دې ۳۸،۵ فيصده زياتوالی راوستل شي.

دغه هم ولولئ: پاکستان تائید کړه چې له افغانستانه سکاره په کلدارو واردوي

په اسلام آباد کې د پاکستان مرکزي حکومت د «ډرګ ريګوليټري اتهارټي آف پاکستان» (ډريپ) په نوم اداره لري. د درملو د تنظيم او انسجام دغه اداره، حکومت ته د درملو د قيمتونو په هکله سپارښتنې کوي. ډريپ نژدې تېر وخت کې د ۱۹ درملو په قيمتونو کې د لږ زياتوالي منظوري ورکړه، خو د درمل جوړونکو په وينا دغه اقدام کفايت نه کوي.

سيد فاروق بخاري دويچه ته وويل چې صرف د څو اونيو په جريان کې د ډالرو قيمت له ۲۳۰ روپو څخه و ۲۷۰ روپو ته پورته شو او د سون د توکو تر څنګ په مجموع کې د ټولو شيانو قيمتونه ډېر لوړ شول او لا ادامه لري. په وينا يې په داسي شرايطو کې د درملو جوړول په هيواد دننه کې ډېر ستونزمن شوي دي.

بخاري زياته کړه: «په هيواد دننه کې څلورو درمل جوړونکو نړيوالو کمپنيو خپل کاروبار بند کړی دی.» د بخاري په وينا «۴۰ ځايي کمپنيو په رسمي توګه ويلي دي چې پر توليد د مصارفو د لوړېدلو له کبله خپل کار بندونکي دي.»

دغه هم ولولئ: ازبکستان کې د ټوخي شربت څښلو له امله ۱۹ ماشومان مړه شوي

د درمل جوړونې پاکستانۍ کمپنۍ وايي چي په هيواد کې د ډالرو د زيرمو د کمښت له کبله له چين، اروپا او امريکا څخه وارد شوي خام مواد او طبي تجهيزات په بندرونو کې بند پاته دي.

شهباز شريف دوې مياشتې تر مخه د درمل جوړونې صنعت د ستونزو د هوارولو له پاره يوه کمېټه جوړه کړه. خو دغې کمېټې تر اوسه د اړونده کمپنيو سره غونډه نه ده لرلې.

د درملو کمښت

د درملو د بحران له کبله نه يوازي ناروغان متاثره شوي دي، بلکي د دغه صنعت سره مربوطو زياتو کسانو د بې روزګاره کېدو ګواښ هم موجود دی. په عيني حال کې په ټول هيواد کې د درملو د قلت راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان ډرګز لايرز فورم په نوم د درملو سره مربوط سازمان رئيس محمد نور مهر وايي چې دمګړی په پاکستان کې د ژوند ژغورنې له پاره اړينو درملو څخه لس فيصده يې کميابه دي. هغه وايي چې د شکرې، د سږو د ناروغيو، د زړه او د پښتورګو د درملنې له پاره اړين درمل هم کم دي او يو شمېر وارد شوي درمل په بندرونو کې بند پاته دي.

له پاکستان څخه داسي راپورونه هم ورکړل شوي دي چې د وارد شوو طبي سامان آلاتو او تجهيزاتو د کمښت له کبله په دولتي روغتونونو کې يو شمېر عمليات د ځنډ سره مخام دي.

جميله اڅکزۍ (ډ.و. اردو څانګه)/ا.ا./ن.ز.