1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانانو د اخراج د تصمیم دفاع وکړه

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د اجباري اخراج د حکم دفاع وکړه. د پاکستان خارجه وزیر وايي هر وخت چې په افغانستان کې یوه ستونزه پيدا شوي افغانان پاکستان ته مهاجر شوي، ۴۰ کاله کيږي، نور بس دی.

https://p.dw.com/p/4XBot
پاکستان وايي په دغه هېواد کې د غیرقانوني مهاجرو په ګډون ۱ اعشاریه ۷۳ ميلیونه افغانان باید له دغه هېواده ووځي
پاکستان وايي په دغه هېواد کې د غیرقانوني مهاجرو په ګډون ۱ اعشاریه ۷۳ ميلیونه افغانان باید له دغه هېواده ووځيانځور: STR/AFP

پاکستان وايي په دغه هېواد کې د غیرقانوني مهاجرو په ګډون ۱ اعشاریه ۷۳ ميلیونه افغانان باید له دغه هېواده ووځي. د پاکستان پر تصمیم بشري سازمانونو نیوکې کړي.

پاکستان د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرو د اخراج اعلان وکړ او په هغه کې ېې افغان مهاجرو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ټاکلی چې له دغه هېواده ووځي. د پاکستان دغه تصمیم په افغانستان کې له حاکمو طالبانو سره اړيکی نورې هم ترينګلي کړي، کوم چې وايي په زور د افغان مهاجرو ایستل «د منلو نه دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې هېڅ هېواد غيرقانوني مهاجرت ته اجازه نه ورکوي او د غیرقانوني افغان مهاجرو په هکله د دوی اعلان شوی تصمیم له نړېوالو نورمونو سره مطابقت لري.

د پاکستان د موقت حکومت خارجه وزير، جلیل عباس جيلاني، په تبت کې د یو فوروم په څنډه کې د هانګ کانګ فونیکس تلویزیون سره په مرکه کې وويل: «هېڅ هېواد غیرقانوني خلکو ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې ېې واوسي. که هغه هېواد په اروپا کې وي، په آسیا کې او زموږ په ګاونډ کې.» په دغه فورم کې د طالبان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، هم ګډون کړی.

وزیر زیاته کړه: «نو، پر همدې اساس چې دا د نړیوال نورم سره برابر دی، موږ دغه تصمیم نیولی دی.» پاکستان ته د افغان مهاجرو د مهاجرت بهیر په ۱۹۷۰م کال چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، پيل شو. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وويل چې په پاکستان کې ۴ اعشاريه ۴ ميلیونه افغان مهاجر ژوند کوي. هغه زیاته کړه شاوخوا ۱ اعشاريه ۷۳ میلیونه افغانان د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

پاکستاني چارواکو د افغان مهاجرو د اخراج تصمیم په دفاع کې ويلي دي چې روان کال په پاکستان کې د ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴ ېې افغانانو کړي، هغه څه چې طالبان ېې ردوي
پاکستاني چارواکو د افغان مهاجرو د اخراج تصمیم په دفاع کې ويلي دي چې روان کال په پاکستان کې د ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴ ېې افغانانو کړي، هغه څه چې طالبان ېې ردويانځور: Video obtained via REUTERS

پاکستاني چارواکو د افغان مهاجرو د اخراج تصمیم په دفاع کې ويلي دي چې روان کال په پاکستان کې د ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴ ېې افغانانو کړي، هغه څه چې طالبان ېې ردوي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د اکتوبر مياشتي پر څلورمه پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي: «په پاکستان کې د افغان مهاجرو سره چلند د منلو نه دی.» مجاهد د پاکستان دغه ادعا چې د پاکستان په ناامنیو کې افغانان ښکيل دي، ردوي: «باید پاکستاني لوری په دې اړوند خپل پلان باندې له سره غور وکړي. افغان مهاجر د پاکستان په امنيتي ستونزو کې لاس نه لري.»

جيلاني په دغه مرکه کې ويلي: «هر کله چې یوه ستونزه رامنځ ته شوې، خلکو [افغانانو] پاکستان ته مهاجرت کړی، په پاکستان کې يې پناه اخيستې.» هغه زیاتوي: «خو اوس زه فکر کوم چې دا له ۴۰ کلونو ډېر شو، ځکه خو د پاکستان حکومت یو تصمیم ونیو.»

جیلاني وويل چې پاکستان »له اوږدې مودې راهيسي» د مهاجرت پر موضوع له افغانستان سره په خبرو بوخت دی. هغه همدارنګه پر نړېوالو سازمانونو غږ وکړ چې له دغې پروسې سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مرستندوی چارواکي وايي افغانستان وار دمخه له بشري بحرانونو سره مخ دی او له پاکستانه په لوي شمېر کې اجباري اخراجونه به د افغانستان ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

 (Reuters)mks/nz 

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل