1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ټولو نا قانونه افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

رپوټونه وايي، د پاکستان حکومت به ډېر ژر د شاوخوا یو میلیونه افغانانو په ګډون په هغه هېواد کې ټولو ناقانه کډوالو ته یو میاشتنی ضرب الاجل ورکړي.

https://p.dw.com/p/4WyAW
اوسمهال تر یو میلیون ډېر افغانان له اسنادو پرته پاکستان کې ژوند کوي
اوسمهال تر یو میلیون ډېر افغانان له اسنادو پرته پاکستان کې ژوند کويانځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

پاکستاني رسنیو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني له قوله رپوټ ورکړی دی چې د افغانانو په ګډون به ټول ناقانونه کډوال خپلو هېوادونو ته استول کیږي.

یو میاشتنۍ ضرب الاجل

رپوټ زیاتوي چې دغو ناقانونه کډوالو ته به ډېر ژر یو میاشتنی «ضرب لاجل» ورکړل شي. شمېرې ښيي چې دا مهال یو میلیون افغانان په هغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي، چې ښايي د پاکستان دا پریکړه به یې ژوند لا نورو کړاونو سره مخ کړي.

جلیل عباس په اسلام آبا کې خبریالانو ته وویل: «پاکستان دا تګلاره جوړه کړې او په پریکنده توګه به عملي شي.» عباس زیاته کړې چې دا پریکړه به پر هغو بهرنیو وګړو او افغان کډوالو اغیز ونه کړي، چې هلته د اوسېدو قانوني سندونه ولري.

پاکستان کې د افغان کډوالو پنډغالي
پاکستان کې د افغان کډوالو پنډغاليانځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې تور لګول شوی چې په پاکستان کې پراته ناقانونه افغان کډوال د ډالرو په ناقانونه سوداګری کې ښکېل دي چې له امله یې د پاکستان اقتصاد ته لوی زیان اوښتی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR  د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال ۳،۵ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې له دې ډلې یواځې ۱،۳ میلیونه یې په قانوني توګه ثبت شوي.

پاکستان کې افغان کډوال: د کورونو نه موندلو مو ژوند تریخ کړی

په پاکستان کې د افغان کډوالو نېونې

د پاکستان نوي سرپرست لومړي وزیر دوې اونۍ وړاندې ویلي ول چې د لنډمهالي حکومت د نوې تګلارې له مخې به ټول ناقانونه وګړي نېول کیږي.

د دغه اعلان سره سم رپوټونه ښيي چې یواځې د روانې میلادي میاشت په لومړیو کې لږ تر لږه ۷۰۰ افغان کډوال په کراچۍ کې نېول شوي.

په کراچۍ کې د طالبانو حکومت قونصل عبدالجبار تخاري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې پاکستان کې پراته افغان کډوال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ناندریو قرباني دي.

د رپوټونو له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له ۱۵مې له کله چې طالبان بیا ځلې واک ته رسېدلي تر ۶۰۰ زره ډېر نور افغان کډوال پاکستان ته وراوښتي دي.