1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چمن لار تر ډزو وروسته بیا پرانیستل شوې

۱۴۰۲ مهر ۱۳, پنجشنبه

د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ یوه مهمه د چمن لار د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا پرانیستل شوه. دغه لار د مرګونې ډزو له امله د لنډې مودې له پاره تړل شوې وه.

https://p.dw.com/p/4X9CH
ذ افغانستان او پاکستان تر منځ لویه پوله چمن
ذ افغانستان او پاکستان تر منځ لویه پوله چمنانځور: STR/AFP

پاکستانې ځواکونه وایې د چمن دا لویه لاره د چهارشنبې په شپه وروسته له هغې وتړل شوه چې د افغان پوله ساتو ځواکونو له خوا د یوه ماشوم په ګډون دوه پاکستاني ملکي وګړي ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي له افغان چارواکو غوښتي چې د ډزو په اړه پلټنې وکړي او تورن کس دې د دوی هیواد ته تسلیم کړي.

خو په دې اړه بیا په کابل کې کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

دا ډزې، د پولې په اوږدو کې په داسې حال کې رامنځته شوي، چې یوه ورځ مخکي د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت به شاوخوا ۱،۷ میلیون هغه افغان کډوال له هیواده وباسي چې ویل کیږي په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

دغه خبر ته سم دستي په کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون ښودلی او دپاکستان دغه اقدام یې د نه منلو وړ بللی دی.

ولې د طالبانو او پاکستان تر منځ ورځ تربلې ستونزې ډیریږي؟

پاکستان هغه هیواد دی چې په تیره د طالبانو پناه ځایونه پکې شتون درلود. خو په دې ورستیو میاشتو کې پاکستان د طالبانو پر واکمنۍ نیوکه کوي او د دغې ډلي د واکمنۍ پر مهال یې افغانستان تورن کړی چې ګواکي دغه هیواد د اورپکو او یا پاکستاني طالبانو په خوندي پټنځای بدل شوی دی. داسې تورونه چې طالبان یې تل ردوي.