1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: تر ۴۶ زرو زیات روسي عسکر وژل سوي دي

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

د اوکراين پوځ ادعا کړې ده چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید له پیل راهیسې یې تر اوسه پورې له ۴۶ زرو څخه زيات روسي عسکر وژلي دي. اوکراین همدا راز په دې ترڅ کې د ۹ زره اوکرايني عسکرو د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4G9GH
د يو روسي عسکر وروستي مراسم
د يو روسي عسکر وروستي مراسمانځور: Andrei Samsonov/TASS/imago images

د اوکراين د پوځ دفتر پر فيسبوک په يو پوست کي ليکلي دي چي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې نېټي څخه پېل سوي جګړې کي مسکو تر اوسه ۴۶ زره ۵۵۰ عسکر له لاسه ورکړي دي. ياد معلومات د اګست په ۲۷مه نېټه له کيف څخه رسنيز سوي دي. اوکرايني پوځ زياته کړې ده چي د اګست په ۲۶مه نېټه د روسيې ۲۵۰ نور عسکر ووژل سول.

اوکراين: د اورګاډو پر تمځای په بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي

د يو اوکرايني عسکر پر سر پنځه روسي سرتیري وژل سوي

د اوکراين د پوځ مشرتابه په روانه جګړه کي د دواړو اړخونو د وژل سوو عسکرو د شمېر پرتلنه کړې ده. کيف ويلي دي چي تر اوسه په دغه جګړه کي د اوکراين هم تقريبا ۹ زره عسکر وژل سوي دي. په وينا يې له دغو شمېرو څخه څرګنديږي چي د هر يو وژل سوي اوکرايني عسکر پر سر پنځه روسي عسکر وژل سوي دي.

د کيف نظامي مشرتابه ادعا کوي چي په روانه جګړه کي و روسي پوځ ته زيات مالي تاوانونه هم رسېدلي دي. ويل سوي چي په دغه جګړه کي تر اوسه تر ۲ زرو څخه زيات روسي ټانکونه، زر توپونه او د روسیې څو سوه ډرون يا بې پيلوټه الوتکي له منځه تللي دي.

د اوکراين پوځ وايي چي مسکو خپل تلفات يا ځاني تاوانونه تر هغه ډېر کم ښيي لکه چي په حقيقت کي رسېدلي دي.

رپوټ: روسیې په اوکراین کې په پراخه کچه کلستر بمونه استعمال کړي

د بريتانيې د دفاعي چارو د وزير دريځ

د آلمان ږغ دويچه وېله ونکړای سوای چي د اوکراين د پوځ له خوا تر سره سوي ادعاؤ ته تصديق يا پخلی ترلاسه کړي. خو د بريتانيې د دفاعي چارو وزير بين ويليس له خوا خپره سوې يوه بيانيه هم په دې تړاو مهمه ده. نوموړي يوې بريتانوي رسنۍ ته په يوه تازه مرکه کي ويلي دي چي که په جګړه کي د وژل سوو، ژوبل سوو او له جګړې څخه د تښتېدلو عسکرو شمېر سره يوځای کړل سي نو دغه شمېر تر ۸۰ زرو څخه هم زياتيږي.

د بين ويليس په وينا په افغانستان کي د شوروي اتحاد د يرغل په لسيزه کي تقريبا ۱۵ زره شوروي عسکر وژل سوي ول. که د تقريبا يوې لسيزي د افغان شوروي جګړې او شپږو مياشتو روسي اوکرايني جګړې پرتله وسي، نو د بين ويليس په وينا په روانه جګړه کي د وژل سوو روسي عسکرو شمېر ډېر زيات دی.

اوکراین: له روسیې سره جګړه کې مو ۹۰۰۰ سرتیري وژل شوي

په زرونو ملکي قربانیان

له دې مخکي امريکايي ورځپاڼي نيويارک ټايمز په تېره اونۍ کي ليکلي ول چي د روسيې او اوکراين د روانې جګړې په لومړيو شپږو مياشتو کي تقريبا ۲۵ زره روسي عسکر وژل سوي دي.

ملګرو ملتونو د خپلو معلوماتو پر اساس همدغه اونۍ ويلي چي د روسيې له خوا پر اوکراين د نظامي بريد د پېل راهيسي په تيرو شپږو مياشتو کي تر پنځه نيم زرو څخه زيات اوکرايني ولسي وګړي وژل سوي دي.

د ملګرو ملتونو په حواله د جګړې په ترڅ کي د ثبت سوو ولسي مړينو دقيق عدد ۵۵۸۷ کسان دی. د ياد سازمان په وينا البته دا ممکنه ده چي د وژل سوو ملکي کسانو شمېر تر دې ډېر زيات وي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.