1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین وايي له روسیې سره په جګړه کې یې ۹۰۰۰ عسکر وژل شوي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

د اوکراین د وسلوالو ځواکونو د مشرتابه د معلوماتو له مخې له روسیې سره په جګړه کې تر اوسه پورې د اوکراین ۹۰۰۰ زره سرتیری وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4FuKV
Finnland Lightning Strike 22 Manöver
انځور: Sean Gallup/Getty Images

د اوکراین د وسلوالو ځواکونو د مشرتابه د معلوماتو له مخې له روسیې سره په جګړه کې تر اوسه پورې د اوکراین ۹۰۰۰ زره سرتیری وژل سوي دي. ظاهراً دا لومړی ځل دی چې د اوکراین پوځي مشرتابه له روسیې سره په جګړه کې د خپلو پوځیانو تلفات خپروي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر جنرال والري زالوژني د اوکراینې وژل سوو سرتیرو د کورنیو سره په یوه یاد غونډه کې له روسیې سره په جګړه کې

د لومړي ځل له پاره د اوکراین د پوځې تلفاتو شمېر ښکاره کړ خو نوموړي دا ونه ویل چې دغه شمیر د ټولو اوکرایني وژل شوو عسکرو دی چې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او که په دې شمیرو کې کې هغه سرتیري هم شامل دي چې د اوکراین پر پوله وژل شوي دي.

روسیې ته د زیلنسکي خبرداری

د اوکراین دغه پوځي مشر دا هم ونه ویل چې له روسیې سره په جګړه کې اوکراین ته څومره ملکي تلفات اوښتي دي او یا دا چې په دې جګړه کې د روسي ځواکونو تلفات څومره دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر په دې وروستیو کې پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د ۴۵ زره او ۴۰۰ روسي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو، داسې ادعا چې روسیې یې په هکله تر اوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.