1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراين: د اورګاډو پر تمځای په بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

اوکرايني چارواکي ويلي دي چې د روسیې د راکټي بريد په نتيجه کې د وژل شويو شمير ۲۵ کسانو ته لوړ شوی دی. دغه بريد د چهارشنبې په ورځ چې د اوکراين د خپلواکۍ ورځ لمانځله کيدله، شوی دی.

https://p.dw.com/p/4G16L
Ukraine Tag der Unabhängigkeit im Zeichen des Krieges
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

چارواکو وويل چې په وژل شويو کې يو ۱۱ کلن هلک هم شامل دی چې د يوه ويجاړ شوي کور په خرابه کې موندل شوی. همدا شان د اورګاډو تمځای ته څېرمه د بريد له کبله يو بل ۶ کلن ماشوم په يوه موټر کې وژل شوی دی.

د اوکراين د ولسمشر دفتر مرستيال مشر کيريلو تيموشينکو، د چهار شنبې ورځې د دې بريد د تلفاتو په اړه جزيات ورکول. نوموړي وويل چې په ټوله کې ۳۱ تنه ټپيان شوي دي.

د اوکراين پر خارکيف ښار هوايي بریدونو مرګ ژوبله اړولې

د ريل ګاډو پر تمځای دا مرګونی برید د دنيپرو پيتروسک سيمې په چاپلين ښارګوټي کې شوی دی. دا بريد د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي تر هغه خبرداري وروسته وشو چې ويلي یې ول روسيه ښايي په روانه اونۍ کې چې اوکراین خپلواکي لمانځي او پر اوکراين د روسیې د يرغل ۶ میاشتې پوره کيږي، «په يوه ځانګړي ظالمانه عمل لاس پورې کړي.»

اوکراين په ځانګړي توګه د رسمي رخصتۍ ورځې ته په څيرمه وخت کې درنو بريدونو ته ځان چمتو کړی وو. د دغه رخصتۍ په ترڅ کې په ۱۹۹۱م کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراين خپلواکي لمانځل کيږي. 

اودیسه: د روسېې په توغندویز برید کې ۱۸ کسان وژل شوي 

په همدې ترڅ کې د اوکراين په دونيڅک سیمه کې هم د چهار شنبې په ورځ درې کسان وژل شوي او يو تن ټپي شوی وو.

د دنيپرو پيتروسک سيمې والي هم ويلي دي چې د نیکول ښار هم چې د زاپروږيا د اتومي بټۍ له سيند څخه بلې غاړې ته پروت دی، د شپې د روسي بريدونو هدف ګرځيدلی وو.

ب. ص/ ن. ز (APE)