1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: هرکال ۱۲ ميليونه ماشومان اجباري وديږي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

یونیسف د راپور له مخي، په تیرو پنځو کلونو کې په ماشومتوب کې د نجونو ودولو په برخه کې یو څه کمښت راغلې، خو بحرانونه، جگړې، د اقلیم بدلون او د کورونا وبا پایلې «په سختۍ سره په لاس راغلی پرمختګ» ګواښي.

https://p.dw.com/p/4QqGx
Symbolbild | Indien Kinderehe
انځور: Pradeep Gaur/ZUMAPRESS/picture alliance

 

په نړیواله کچه د ماشومانو د ودونو شمیر د کمیدو په حال کې دی. له همدې کبله په تېرو پنځو کلونو کې د ځوانو نجونو د اجباري ودونو شمير له ۲۱ سلنې څخه ۱۹ سلنې ته راټيت شوی دی. اوس په نړۍ کې شاوخوا ۶۴۰ میلیونه نجونې او ښځې شته چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې ودونو ته اړي شوي دي.

د یونیسف په وینا، د ماشوم ودولو سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ باید ۲۰ ځله ګړندی شي، ترڅو تر۲۰۳۰م کاله پورې دغه ډول ودونه په بشپړ ډول پای ته ورسیږي - لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د دوامدار پراختیا په اهدافو کې ټاکل شوي.

د یونیسف اجراییه ریسې کیترین رسل وویل: «ډېر بحرانونه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو هیلې،خيالونه او ارمانونه له منځه وړي - په ځانګړې توګه نجونې، چې باید زده کړې وکړي، نه دا چې ناوي او واده شي.»

افریقا I لوږه او خوارځواکۍ په سومالیا کې
افریقا I لوږه او خوارځواکۍ په سومالیا کېانځور: Feisal Omar/REUTERS

د افریقا سويلي صحرا، چې اوس په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو دوهم ستر شمير ( په سلو کې ۲۰) لري، د پرمختګ په اوسني سرعت کې د ماشوم ودولو له مینځه وړلو څخه ۲۰۰ کاله شاته پاتې ده. مرستندویه سازمان حتی په سیمه کې د نفوس د پياوړي ودې او روانو بحرانونو له امله په ماشومتوب کې د ودونو د ډیریدونکي شمیر څخه وېره لري.

په هند کې د پام وړ پرمختګ

په لاتین امریکا او کارابیک سیمو، منځني ختیځ، شمالي افریقا، د ختیځې اروپا او مرکزي اسیا په سیمو کې پرمختګ په ټپه ولاړ دی. په سويلي اسیا کې پرمختګ بيا په ټوله نړۍ کې د مثبت بهير مسئول دی. دغه سيمه ډېر ښه لور ته روانه ده چي په ۵۵ کلونو کې به د ماشومانو ودونه پکښې ختم شي. پر دې سره هم سره د ټولو ماشومو ناوېانو ۴۵ سلنه اوس هم هلته ژوند کوي. په وروستیو لسیزو کې «د پام وړ پرمختګ» سره سره، په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو يو پر دريمه برخه لا هم په هند کې ده.

ترکیه: په شپږ کلنۍ کې د یوې نجلۍ د اجباری واده په هکله د محاکمې پیل

د ملګرو ملتونو سازمان نیوکه کړې ده چې که نجونې په کوچنيوالي کي واده شي نو پايلي به يې د ژوند تر پايه زغمي، د بېلګې په توګه ډېر لږ احتمال يې شته چې ښوونځي ته دوام ورکړي، ځکه د ژر ميندواره کيدو خطر يې ډېر دی چي دا يې بيا روغتيا ته تاوان رسوي او د مور او ماشوم د مړيني خطر زياتيږي.

د یونیسف شنونکي خبرداری ورکوي چې د تیرې لسیزې ارزښتناکې لاسته راوړنې هم د کرونا ناروغۍ د دوام له کبله ګواښل شوي یا حتی بیرته شاته شوي دي. اټکل کیږي چې د کرونا ناورغۍ له پيله (۲۰۲۰م کال) راهیسې د ماشومانو د ودونو په شمېر کې يو پر څلورمه کمښت راغلی دی.

له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د محرومو نجونو اجباري ودونه

د دغه مرستندوی سازمان په خبره، شخړې، د اقلیم اړوند ناورینونه او د کرونا ناروغۍ اغیزې د ماشومانو د ودونو »ژور لاملونه« دي او دغه راز د بې وزلۍ زیاتوالی، د عاید کمښت یا د ښوونځي پریښودل يې هم يوه برخه ده.

اجرائیه رئیسي رسل وویل چې د بحرانونو او جګړو په بهير کې، بې وزله کورنۍ دې ته مجبوره شوي دي چې «د ماشومانو په ودولو سره خپل ځانونه لږ تر لږه خوندي کړي». رسل زياته کړه: «تمرکز باید په ښوونځي کې د نجونو پر پاتېدو او هغوی ته د اقتصادي فرصتونو په برخه کي پر ډاډ ورکولو باندي وي.»

د ملګرو ملتونو په وينا، دا ارقام د تر۱۰۰ زیاتو هیوادونو د شته معلوماتو پر بنسټ راټول شوي دي.