1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: په ۶ کلنۍ کې د یوې نجلۍ د اجباری واده په هکله محاکمه

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

په ترکیې کې د یوې ۶ کلنۍ نجلۍ د احتمالی اجباري واده محاکمه پیل سوې ده. دغه نجلۍ ۲۰ کاله مخکی یوه ۲۹ کلن سړي ته په نکاح سوې وه. اوس ددغي ښځي خاوند او والدین د حبس د سزا له گواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4MsCT
Terre des Femmes Junge Frauen fürchten Zwangsverheiratung im Urlaub
انځور: picture-alliance/dpa/ITAR-TASS/Y. Smityuk

په ترکیې کې د یوې ۶ کلنې نجلۍ د اجباري واده په هکله چې ۲۰ کاله مخکې ترسره سوی وو، محاکمه پيل سوې ده. دغه محاکمه په استانبول کې د ډیرو رسنیو د پاملرني په ترڅ کې پیل سوه. متهم کسان د نجلۍ  پخوانی خاوند او د هغې مور او پلار دي.

لکه څنگه چې د «هریت» په نامه ترکي ژبې ورځپاڼی، په دغه دوسیه کې د لیکل سوو شکایتونو په استناد رپوټ ورکړی، دغه درې تنه د یوه ماشوم په ځوروني تورن سوي او ددغي ښځي پخوانی خاوند په جنسي تیري هم متهم سوی دی. دې ښځې د۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خپل شکایت درج کړی وو.

څارنوال ددغې نجلۍ پلار چې د هیرانور د ټولنې چې په ترکیه کې تر ټولو بانفوذه اسلامی ټولنه ده، بڼسټ ایښودونکی دی، په دې تورن کړی چی خپله لور یې په ۲۰۰۴ م کال کې د اسلامي نکاح له لارې یوه ۲۹ کلن سړي ته ورکړې ده.

د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

د څارنوالۍ په خبره، کله چې دغه نجلۍ د بلوغ سن ته ورسیده، بیا نو د هغوی واده، د نکاح په دفتر کې هم ثبت سو.

د «هریت» ورځپاڼی په حواله که ددغې ښځي ادعا ثابته سي، د هغې پخوانی خاوند په ۶۷ کاله زندان او والدین به یې په څه د پاسه ۲۲ کاله بندیگرت محکوم سي.  تورن کسان دمګړۍ په تحقیقي بند کې دي.

د لندن یوه پوليس دوې لسیزي پر ښځو د جنسي تیري او ازار جرم منلی دی

د «بیرگون» د ورځپاڼی یو خبریال دغه پیښه له رسنیو سره شریکه کړه چې په ترکیه کې یې سخته غوصه راوپاروله. دغه قضیه په تیره بیا په ترکیه کې د اسلامي دستورونو د نفوذ په هکله سخت بحثونه راوپارول.

د «بیرگون» د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، مخکې له دې په ۲۰۱۲ کال کې یو ډاکټر، دغی ناوړه شکمنې استفادې ته متوجه سوی وو او چارواکو ته یې خبر ورکړی وو، خو هیڅ ډول قانوني اقدام ترسره نه سو. څارنوال اوس د هغو چارواکو په وړاندې چې په هغه وخت کې یې پلټنې کولې، یو شکایت تنظیم کړی دی.  

GP/BS/AG