1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د محرومو نجونو اجباري ودونه

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

له هغه وروسته چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، راپورونه ښيي چې په زوره د کم عمره نجونو د ودونو کچه لوړه شوې. یو شمېر زده کوونکي وايي، چې له رواني ستونزو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4MftZ
Kinderhochzeit in Afghanistan - Braut
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kaimy

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ لسمه کله چې د طالبانو حکومت واک ته ورسید وروسته له هغه په منځنيو او عالي لېسو کې د نجونو د زده کړې مخه ونیول شوه او د دې ترڅنګ شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی.

۱۷ کلنه رقیه علیزاده چې د دایکندي ولایت په یوه لېرې پراته کلي کي ژوند کوي او په یوولسم صنف کې وه، واېې هیله یې لرله چې پوهنتون ته ولاړه شي او یوه ورځ ډاکتره شي.خو له هغه وروسته چې ښوونځي بند شول کورنۍ ېې تصمیم ونیو چې هغه واده کړي هغې د خپل برخلیک په اړه وویل: «ډېري آوازې وې چې طالبان په زوره نجونې ودونو ته اړباسي. زموږ کورنۍ اندېښمنه ​​وه او پرېکړه یې وکړه چې د قوم د یوه زوی سره مې نکاح وکړم.»

دا نجلۍ له خپلې کورنۍ سره شخړه کوي او د خپلې کورنۍ له خوا د واده وړاندیز په دې هیله ردوي چې یوه ورځ به ښوونځي بیا پرانیستل شي او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي.کله چې د کورنۍ غوښتنو دوام وکړ او یو په بل پسې د هغې کور ته مرکي راتلي، هغه د ناغوښتل شوي نکاح د مخنیوي له پاره وتښتيدل او بیاېې له یو بل هلک سره نکاح وکړه.علیزاده وویل: «زه مجبوره شوم چې وتښتم له یو بل هلک سره واده وکړم مګر زما د میړه کورنۍ زما سره ښه نه کوې اوس زه ډېره پښیمانه یم نپوهیږم چې څه وکړم.»

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بنډیزونو او محدودیتونو په اوږده ليست کې د زده کړو او کار بندیز یو له مهمو ټکو څخه دی
د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بنډیزونو او محدودیتونو په اوږده ليست کې د زده کړو او کار بندیز یو له مهمو ټکو څخه دیانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

په ورته وخت کې ډېر داسې راپورونه خپاره شوي دي چې یو شمېر کورنۍ خپلې لوڼې د ښوونځيو او پوهنتونونو تر بندیدو وروسته په زوره ودونو ته مجبوروي.

د بامیان ولایت له پوهنتون څخه محرومه شوې محصله لیلا احمدي چې له رواني ناروغۍ کړیږي وايي، له پوهنتون څخه فارغېدو ته يې يو سمستر پاته وو، خو د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.هغې زیاته کړه: «طالبانو زموږ ژوند تباه کړ، موږ په کورونو کې بندیاني یوو زما روح او روان ښه نه دي، زه خپګان نیولې یم او حیرانه یم چې څه وکړم.» دغه ځوانه نجلۍ وايي چې کورنۍ يې ټينګار کاوه چې بايد واده وکړي، خو دا بیا هم هیله منده ده چې یوه ورځ به طالبان بیرته د پوهنتونونو دروازې پرانیزي او دا به خپلې زده کړي پاې ته ورسوي.

دغه ځوانه نجلۍ وايي چې د خپلو څو ملګرو د اجباري ودونو شاهده وه او حتې ځينې کورنۍ خپلې کم عمره نجوني ودوي. هغې وويل: «څو نجونو د موږکانو د دوا په خوړلو سره د ځان وژنې هڅه کړې ده چې دوې ېې ژغورل شوې او یوې شپاړس کلنې نجلې ژوند له لاسه ورکړ.

 ډېر داسې راپورونه خپاره شوي دي چې یو شمېر کورنۍ خپلې لوڼې د ښوونځيو او پوهنتونونو تر بندیدو وروسته په زوره ودونو ته مجبوروي.
په ورته وخت کې ډېر داسې راپورونه خپاره شوي دي چې یو شمېر کورنۍ خپلې لوڼې د ښوونځيو او پوهنتونونو تر بندیدو وروسته په زوره ودونو ته مجبوروي.انځور: Mariam Zuhaib/AP Photo/picture alliance

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بنډیزونو او محدودیتونو په اوږده ليست کې د زده کړو او کار بندیز یو له مهمو ټکو څخه دی چې د کورنیو او نړیوالو سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.ظاهراً په دې برخه کې د طالبانو په منځ کې دوې ډلې موجودې دي او ځینو طالب چارواکو اشاره کړې چې د پسرلي او نوي لمریز کال په رارسېدو سره به د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه د طالبانو د مشرتابه په پریکړه کې بدلون راشي، خو دا ډول ژمني څو ځله شوې خو تر دمګړۍ ېې لازمه پایله نه ده لرلې.د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز له اساسي بشري حقونو سرغړونه ده چې بدمرغه او نه جبرانېدونکې پایلې لري.

د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

په تېر حکومت کې د بشري حقونو په چارو کې د دولت مرستیال وزیر عبدالاحد فرزام دویچه ویله ته وویل چې بشري حقونه د یو بل سره تړلي او نه بېلېدونکې حقونه دي چې د یوه بشري حق تر پښو لاندې کول د بل بشري حق تر پښو لاندې کوي. په دې توګه د زده کړو له حق څخه د ښځو بې برخې کېدل د دې لامل کېږي چې دوی له نورو حقونو هم بې برخې شي. فرزام زیاته کړه: »په عمل کې موږ ګورو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان له زده کړو محرومیت د اجباري او کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شوی او حتی د ښځو خرڅلاو هم په حقیقت کې ترسره کېږي او زیات شوي دي. په ښځو کې د خپګان له امله د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده. په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د ښځو روږدیتوب او جرمونه له بده مرغه زیات شوي دي.«

افغان میرمنې د مکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي

یونسکو سږکال د جنورۍ ۲۴ د پوهنې نړیواله ورځ د افغانستان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لېرې کړي. ګوټریش وویل: »زه د افغانستان له اوسنیو چارواکو څخه غواړم چې ثانوي او لوړې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي ظالمانه او ناکام بندیز لغوه کړي.« خو طالبانو لا تر اوسه په دې برخه کې د اسلامي هيوادونو، ملګرو ملتونو، مرستندویه موسسو او غربي هيوادونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.