1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهکاناډا

يو کاناډايي د يوې مسلماني کورنۍ د قتل په تور محکوم شو

۱۴۰۲ آبان ۲۶, جمعه

د کاناډا يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ یو ۲۲ کلن په ۲۰۲۱م کال کې د يوې مسلمانې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې په تور مجرم وپېژاند. محکمې د تورن کس دغه عمل یو «تروریستي» اقدام بللی دی.

https://p.dw.com/p/4Z28y
ناتانايل ولتمن د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې په اونتاریو کې خپل پيک اپ موټر پر یوې مسلمانې کورنۍ ورځغلاوه چې د کورنۍ څلور غړي ېې ووژل
ناتانايل ولتمن د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې په اونتاریو کې خپل پيک اپ موټر پر یوې مسلمانې کورنۍ ورځغلاوه چې د کورنۍ څلور غړي ېې ووژل انځور: Carlos Osorio/REUTERS

ناتانايل ولتمن د څلورو عمدي قتلونو او یو قتل ته په هڅه کې مجرم وپيژندل او محکوم شو. هغه د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې په اونتاریو کې خپل پيک اپ موټر پر یوېمسلمانې کورنۍ ورځغلولی وو. د دغې حملې په نتيجه کې د یادې کورنۍ څلور غړي ووژل شول او یو ژوندی پاتې شوی ماشوم يتیم شو.

څارنوال ويلي دي چې له دغې حملې څخه موخه په مسلمانانو کې د بېرې او وحشت خپرول وو او تورن حمله کوونکی د سپين پوستانو د لوړواليتوب له ايډيالوژۍ څخه انګیزه اخیسته وه.

دغي محاکمې شاوخوا ۱۰ اوونۍ وخت ونيو، خو تورن پکې د قتلونو په تړاو وارد شوو تورونو پر وړاندې د بې ګناهۍ ادعا کړې وه. پر هغه تور وو چې يو «تروریستي مانیفست» (د بیانيې متن) ېې ليکلی او په هغه کې ېې د سپين پوستکو د لوړواليتوب له اېډيالوژۍ او عوامپالنې څخه ملاتړ او له مسلمانانو څخه ېې خپل نفرت ښکاره کړی دی.

څارنوال ويلي دي چې دغه سړي د حملې پر مهال د «یو سرتيري په څېر سپینې جامې اغوستې وې» او یو «صليبي کميس» ېې اغوستی وو.

د تورن کس مدافع وکيلانو ويلي دی چې هغه توهم خپرونکي مرخېړي خوړلي وو چې تر هغه وروسته د «روحي زوال» له ستونزې سره مخ او د «ذهني خفګان په ډېر شدید وضعیت» کې ېې ژوند کاوه. خو پر دغه دلیل، قضیې ته د بیاکتنې درخواست له پاره لازم شرایط تیار نه شول.

په دغه حمله کې ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه مېرمن، ۱۵ کلنه لور او انا ېې ووژل شول.

دا له ۲۰۱۷م کال راوروسته پرکاناډايي مسلمانانو تر ټولو بده حمله وه. په هغه کال کې د کبک ښار پر یوه مسجد د وسلې په حمله کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

Me, af/mks/nz (AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل