1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا د نشه يې موادو سياست: «ژوند ژغورل، زيان کمول»

۱۴۰۱ بهمن ۱۷, دوشنبه

د کاناډا يوه ايالت يوه داسي ازمايښتي پروژه پلې کوي چي له مخي به يې، د نشه يې توکو لرونکې، که هغه سخت نشه يې توکې هم ولري، نور به د قانون له مخې ورته سزا نه ورکول کیږي. د دې کار به ګټه ډېره وي که تاوان؟

https://p.dw.com/p/4N9gp
Symbolbild | Drogenkonsum
انځور: Esben Hansen/PantherMedia/IMAGO

د کاناډا يوه ايالت  د يوي  داسي ازمايښتي پروژې پلې کول په پام کې لري،چې په راتلونکي کې به د نشه يې توکو لرونکي له قانوني سزا سره نه مخ کيږي.

د دې کار به ګټه ډېره وي که تاوان؟

د نشه يې موادو کارونکي اوس کولی شي په لږ اندازه (تر ۲،۵ ګرامه) پورې نشه يې توکي يا سخت مخدره توکي ولري پرته له دې چې سزا ورکړل شي.

که څه هم د داسې هيوادونو شمیر کم نه دی چې د نشه يې توکو پر وړاندې لاهم پر سختو بندیزونو تکیه کوي، خو نورو بيا  په وروستیو کلونو کې د مخدره توکو، کارکوونکو يا پلورونکو پر وړانډي ډیره لیبرال پالیسي غوره کړې ده.

له افغانستان څخه سلګونه سپيان او پیشوګانې کاناډا ته انتقال شوي

د بيلګې په توګه، کاناډا په ۲۰۱۸م کال کې د چرسو خرڅلاو او کارول قانوني کړل ترڅو په تور بازار کي يې شتون له منځه ولاړ شي او د مخدره توکو پورې اړوند جرمونه کم کړي.

یوه نوې ازمایښتي پروژه چې په پیل کې تر دریو کلونو پورې محدوده وه، اوس د کاناډا په شمال لوېدیځ ایالت برتانیا کولمبیا کې پیل شوې ده. د روان کال د جنوري مياشتي له ۳۱ راهیسې، تر ۲،۵ ګرام پورې د ځینو سختو مخدره توکو لیږدول نور د سزا ورکولو وړ جرم نه دی.

که تاسې د دې مقدار کوکاین، میتامفیتامین، MDMA یا هیروین، مورفین او فینټینیل سره ونیول شئ، نو ستاسو سره به کوم قانوني چلند نه کيږي، نه به تورن اونه به مو مواد ضبط شي.

د کاناډا د رواني نارغيو او روږدي کیدو وزیرې کارولین بینیټ وویل، «چې هغې د عامې روغتیا او عامه خوندیتوب دواړو اغیزې په ژوره توګه بیا کتلې او په احتیاط سره یې په پام کې نیولي دي. دغه اقدامات به د بدنامۍ کچه راټیټه کړي او برتانوي کولمبیا ته به په لوړه کچه د بحران پای ته رسولو له پاره بله وسیله چمتو کړي.»

کاناډا له څلويښتو زياتو هېوادونو سره اړيکي پراخوي

د کاناډا حکومت ژمنه کړې چې د مخدره توکو کارونکو د مجرم نه پيژندلو له کبله به د مخدره توکو اړوند مړینو شمیر کم کړي.

د دوي په اند چې نور به له اغیزمن شويو کسانو سره د بد نوم احساس کم شي او په احتمالي توګه به، دوی د ژوند ژغورنې له مرستې څخه ګټه پورته کړي.

د افيوني موادو وبا: هيڅ پاي نه تر سترګو کيږي

په حقیقت کې، په کاناډا او همدارنګه په متحده ایالاتو کې د مخدره توکو د روږدو کسانو او مړینې شمیر خورا لوړ دی.

په قانوني توګه په افيوني موادو د روږديتوب شميرله اوږدې مودې راهیسې د تولید کونکو له خوا پټ ساتل شوی یا کم  ښودل شوی دی. ډير خلک په ځینو وختونو کې غیرقانوني موادو ته مخه کوي، لکه هیرویین یا، په وروستیو کلونو کې خورا پیاوړی فینټانيل دي، - له دغه وخت راهیسې د هغو خلکو شمیر چې د ډیر مقدار له امله پرې مړه کیږي احتمالا څو چنده زیات شوی دی.

خو له دغه ناروغۍ سره څه ډول چلند وکړو؟

کالکنز وویل، چې دا د پام وړ ده، «متحده ایالات او کاناډا په وروستیو کلونو کې په ډير شمير کې ډول ډول اقدامات کړي، سره له دي پایلې یې خورا ورته والي لري.»

نوموړي زياته کړه: «تریخ حقيقت دا دی چې که موږ يې پر وړاندې ټول کارونه تر سره کړو او هر څه په سمه توګه وکړو ستونزه له منځه نه ځي.»

Kanada | Tochter an Überdosis gestorben
انځور: Darryl Dyck/Zuma/IMAGO

له کلونو راهیسی کاناډا په دي اړه مشورې کوي چې، په څه ډول «زیانونه کم کړي، ژوند وژغوري او د انسانانو ملاتړ وکړي، کوم چې هغوی يې هم غواړي او اړتيا ورته لري.»

د روغتيايي مرستو اسانتياوي، د بیلګې په توګه په نشه يې توکو د روږدو کسانو څارنه او د غیري قانوني نشه يې توکو کارول چې د ډاکټرانو تر نظر لاندي ترسره شي.

د پرتګال په څیر هیوادونو تر دې دمخه، په  لږه اندره د غیرې قانوني مخدره توکو ساتلو له پاره، د جرم نه  ګڼلو تګ لارې پلي کولو هڅه کړې ده. د کارپوه کاولکینز په وینا، اوریګون د متحده ایالاتو یوازینی ایالت په توګه، د تجربې له مخې، د دې ډول اقداماتو پایلې خورا معمولي دي.

له بلې خوا، دغه نوي تګ لاره په لویه کچه د افيوني موادو په تړاو، د «خوندي اکمالاتو» ماډل بلل کیږي چې په دې وروستیو کې په کاناډا کې په ځینو ځایونو کې هم هڅه شوې ده. د خوندي عرضه کولو معنی دا ده، چې په نشه يې توکو روږدي کسان وکولی شي، د دې پرځای چې په تور بازار کې یې وپیري دولتي درمل ترلاسه کړي - او د خطرناکو موادو یا  لوړ او قوي مخدره توکو کارولو څخه ډډه وکړي.

Kanada Vancouer | Drogenkonsumraum
انځور: Liang Sen ly/Xinhua/IMAGO

سره له دې حتی بشپړ قانوني کول يې اندیښنې راپورته کوي. د افيوني موادو بحران د ورته درملو د خورا اسانه شتون سره پیل شو. الکول او نیکوتین، چې په ډېرو هیوادونو کې یوازیني قانوني مخدره توکي دي، د روږدي کیدو ډېري ستونزې هم رامنځ ته کوي.

زيات شمير څيړونکي په دې باور دي، هغه څه چې پاتې دي د بشپړ شتون او ټول بندیز منځنې حد دی، کوم کې چې د مثال په توګه، د ځینې موادو ځانګړي مقدار مجازات کول لږترلږه د زیان محدودولو کې مرسته کولی شي.

ډیر کتونکي په يو شي کې سره د نظر يو والې لري: د مخدره توکو پرته نړۍ هیڅکله شتون نه لاره او په احتمال سره به هیڅکله هم شتون ونه لري. د کاناډا اقدامات امکان نه لري چې د غیرقانوني مخدره توکو تولید او سوداګرۍ څرنګوالي باندې ډیر اغيز ولري.

کولکینز وايي، چې د مخدره توکو کارول به احتمالا حتی کم نه شي، ځکه چې دا په حقیقت کې ساده کیږي. مګر لږترلږه اړوند ټولنیز او روغتیايي زیانونه کم کیدلی شي.