1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

کاناډا د یو سيک فعال د قتل په تړاو هندی ديپلومات اخراج کړی

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له یوه هندي ديپلومات څخه ېې غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي. دا تصمیم وروسته له هغو استخباراتي ادعاو نیول شوی چې وايي ممکن د یو وتلي سیک رهبر د قتل تر شا د هندي چارواکو لاس وي.

https://p.dw.com/p/4WWkM
د کاناډا صدراعظم جستین ترودو
د کاناډا صدراعظم جستین ترودوانځور: Sean Kilpatrick/ZUMA Press/IMAGO

د کاناډا حکومت د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۸مه) په داسې وخت کې یوه هندي ديپلومات ته له دغه هېواده د وتلو امر وکړ، چې کاناډا د سیکانو د یو وتلي رهبر د قتل پر قضیه لا هم تحقیقات کوي. دغه کاناډايي سیک رهبر په جون میاشت کې د کاناډا په بریتيش کولمبیا ایالت کې په ډزو ووژل.

د کاناډا صدراعظم، جستين ترودو، وويل چې د «اعتبار وړ تورونو» په اړه چې کېدای شي د هرديب سينګ نجار د قتل تر شا د هندي چارواکو لاس وي، تحقیقات ادامه لري. د کاناډا د بهرنيو چارو وزېرې ميلاني جولي وويل: «که چېرته [د دغې ادعا] صحت ثابت شي نو دا به زموږ د حاکميت او د هغو اصولو چې هېوادونو له يو بل سره څرنګه چلند وکړي، تر ټولو ستر نقض وي.»

د بهرنيو چارو وزېرې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل چې «د یوې پايلې په توګه موږ يو لوړپوړی هندي ديپلومات تبعید کړ.»

په کاناډا کې په سلونو زرو هنديان ميشت دي چې اکثریت ېې سیکان دي.

امریکا متحده ایالاتو د کاناډا پر دغه اقدام اندېښنه ښودلې ده. د سپېنې ماڼۍ د امنیت شورا ویاندې، ادرینه واټسن په یوه اعلاميه کې ويلي چې متحده ایالات د کاناډا له لوري مطرح شوو «تورونو په هکله  په ژوره توګه خواشينی دی.»

هرديپ سینګ نجار د روان کال په جون میاشت کې د کاناډا د برتیش کولمبیا ایالت په سوري سیمه کې د سیکانو د یو معبد په محوطه کې په ډزو ووژل شو
هرديپ سینګ نجار د روان کال په جون میاشت کې د کاناډا د برتیش کولمبیا ایالت په سوري سیمه کې د سیکانو د یو معبد په محوطه کې په ډزو ووژل شوانځور: Ethan Cairns/The Canadian Press/AP/picture alliance

په اعلاميه کې زیاته شوې: «موږ له خپل کاناډايي شریک سره ارتباط په عادي توګه ساتلی دی. ډېره مهمه ده چې کاناډا خپل تحقیقات ترسره او عاملان محکمې ته راکش کړي.»

هندوستان تورونه رد  کړي

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دی: «په کانادا کې د هر ډول تاوتریخجن عمل په هکله د هندوستان پر حکومت تورونه بې معنا او انګېزه لرونکي دي.»

په اعلاميه کې زیاته شوې چې دغه ډول «تورونه پر خالستاني تروریستانو او افراطیانو چې په کاناډا کې ېې پناه اخیستې د تمرکز اړولو له پاره دي، کوم چې غواړي د هندوستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ګواښولو ته ادامه ورکړي.»

هرديپ سینګ نجار د روان کال په جون میاشت کې د کاناډا د برتیش کولمبیا ایالت په سوري سیمه کې د سیکانو د یو معبد په محوطه کې په ډزو ووژل شو. د هندوستان حکومت نجار څو کاله مخکې د یو تروریست په توګه اعلان کړ. هغه په دې دلیل چې نجار د هندوستان د پنجاب سیمې د خپلواکې له پاره فعالیت کاوه.