1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

وسلوالو په لکي مروت کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي

۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبه

د پاکستان پولیس وايي چې وسلوالو کسانو د خیبر پخښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې پر يوه کور حمله کړې او ۱۱ کسان يې وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4b6bI
آرشيف انځور: په پېښور کې يو روغتون
آرشيف انځور: په پېښور کې يو روغتونانځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

د پاکستان پولیس وايي د پېښې په هکله تحقیقات پيل شوي تر څو روښانه شي چې دا یوه جنايي پېښه وه او که تروریستي.

په سيمه کې د پولیسو افسر، محمور خان، د چهارشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه قتلونه د شپې د خیبر پخښتونخوا ایالت په شمال غربي ناامنه سیمه، لکي مروت کې شوې دي.

محمور خان زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې ۴ ښځې، ۳ ماشومان او ۴ نارینه شامل دي چې ټول د ېوې لويې کورنۍ غړي دي.

خان وويل چې د مړو جسدونه د طبي معایناتو له پاره د سيمې روغتون ته لېږدول شوي او تحقيق کونکي د قتلونو د انګیزې د موندلو په موخه د شواهدو لټون کوي.

آرشيف انځور: د دوشنبې په ورځ د سړک د غاړې يوه ماين چاودنې يو شمير پوليس وژلي ول
آرشيف انځور: د دوشنبې په ورځ د سړک د غاړې يوه ماين چاودنې يو شمير پوليس وژلي ولانځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

يو بل ځايي پولیس افسر، فضل نعیم، وویل چې دغه قتلونه څو ساعته وروسته له هغې شوي چې په همدې سیمه کېوسلوالو د پولیسو د تلاشۍ پر ېوې پوسته حمله وکړه چې په کې ۳ پولیس او يو ملکي کس ووژل شول.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو له خوا د سړک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه لږ تر لږه ۷ پوليس چې د واکسيناسيون د یو کمپاین د امنیت له پاره ګمارل شوي ول، ووژل شول.

پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د انتخاباتو په درشل کې خپلې حملې چټکې کړي دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې انتخابات د فبرورۍ مياشتې په ۸مه ترسره کيږي.

 (dpa)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب