1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم: د پاکستاني ځواکونو او طالبانو جګړه کې ۳ کسان وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ پاکستاني او افغان طالب ځواکونو تورخم پولې ته څیرمه پر یو بل ډزې کړي. د طالب چارواکو په خبره، د پاکستاني ځواکونو د ډزو په نتیجه کې درې ملکیان وژل شوي دي چې پکې یوه مېرمن او دوه ماشومان شامل دي.

https://p.dw.com/p/4jQ5m
د دوشنبې په ورځ پاکستاني او افغان طالب ځواکونو تورخم پولې ته څیرمه پر یو بل ډزې کړي.
د دوشنبې په ورځ پاکستاني او افغان طالب ځواکونو تورخم پولې ته څیرمه پر یو بل ډزې کړي. انځور: Hussain Ali/imago images/Pacific Press Agency

د ذاهد خان په نامه یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته ویلي دي چې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزو وروسته د نن سه شبنې ورځې پورې د تورخم دروازه تړل شوې چې له کبله یې د خلکو او سوداګریزو توکو تګ راتګ ځنډیدلی دی. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ډزې لومړی د چا له لوري پیل شوې، خو د پاکستاناو افغان طالبانو ترمنځ دغه راز پیښې پخوا هم رامنځ ته شوي دي.

بل لوري ته په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي دي چې پیښه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته رامنځته شوې او پاکستاني امنیتي ځواکونه یې د افغان ملکیانو په وژلو تورن کړل. نوموړي ویلي: «پاکستاني ځواکونو د اسلامي امارت پر ځواکونو د غورکۍ په سیمه کې چې ډیورنډ کرښې ته نیږدې موقعیت لري، ډزې وکړې چې له کبله یې افغان لوري هم متقابلې ډزې کړي دي.» نوموړي پر ایکس شبکه په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې طالب ځواکونو د پاکستان دوه امنیتي پوستې له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو تر پیښې وروسته رسنیو ته ویلي چې دواړه لوري له یو بل سره په اړیکه کې دي ترڅو وضعیت عادي حالت ته راوګرځوي.

د سه شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو وویل چې د دوشنبې ورځې تر دغې پیښې سملاسي وروسته د پیښې له سیمې څخه زرګونه کسانو خوندي ځایونو ته پناه یوړه.

پاکستاني چارواکو همدا راز زیاته کړې ده چې د پولې دواړو لورو ته ډېر د سبزیجاتو او میوو او همدا راز بار وړونکي موټر چې پکې خرابیدونکي توکي هم شامل دي، د انتظار په حال کې دي.

تورخم، د پاکستان په شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار شمیرل کیږي. پر دغه پوله وخت ناوخت د پاکستاني ځواکونو او طالبځواکونو ترمنځ دغه راز پیښې رامنځ ته کیږي چې له کبله یې یاده لار د ورځو له پاره تړلې پاتې کیږي.

آژانسونه / خ.ح / ن. ز

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې