1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

په بمي چاودنه کې پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د پاکستان په دېره اسمعيل خان کې د جمعې په ورځ د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکو دغه پېښه تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4YNXa
Pakistan Bajur | Bombenschlag auf politische Veranstaltung
د آرشیف انځورانځور: Rescue 1122 Head Quarters/AP/picture alliance

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، د پولیسو افسر، ګل شیر خان، وويل چې دغه ماین په یو درول شوي موټر سايکل کې ځای پر ځای او د بسونو یو تمځای ته نژدې درول شوی وو.

خان زیاته کړه، موټرسیکل کې ځای پر ځای شوي ماین ته هغه وخت له لرې په ريموټ کنټرول چاودنه ورکړل شوه چې د پولیس یو حامل بس دغه ځای ته راورسيد. زیاته شوې چې په دغه بس کې له ښار څخه د پولیسو افسران نژدې بل ښار تکوارا ته انتقالېدل.

د ژغورنې د ټيم يوه افسر، بلال فیضي، وويل چې د پېښې ټپيان نژدې روغتون ته رسول شوي چې په ډله کې ېې د درو هغو روغتيايي وضعیت نازک دی. دېره اسمعيل خان دپاکستاند خیبرپښتونخوا جنوبي وزیرستان ته چې پخوا د اورپکو یو خوندي ځای وو، نژدې پرته علاقه ده.
اسوشتيد پریس ليکي چې په سملاسي ټوګه د دغې چاودنې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د دې احتمال شته چې د پاکستاني طالبانو له خوا شوی وي. تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، له ۲۰۲۲م کال راهيسې ېې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې اورپکي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې خپلې حملې تنظيموي، خو په افغانستان کېطالب چارواکي د پاکستان حکومت دغه ادعاوې تل رد کړي او وايي چې دوی هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد استفاده وکړي.

 (AP) mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل