1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

هیلري طوفان د امریکا سويل لوېدیځ ځپلی دی

۱۴۰۲ مرداد ۳۰, دوشنبه

د هیلري په نوم طوفان امریکا ته زيان رسولې دی. تر دې لږ مخکې د کلیفورنیا ایالت هم یوې زلزلې ولړزاوه. «هیلري» مکسیکو ته هم رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/4VP6U
USA, Long Beach | Tropensturm Hilary
انځور: Robyn Beck/AFP/Getty Images

 

د «هیلري» په نوم طوفان د امريکامتحده ایالاتو سویل لوېدیځ ته رسیدلی او د سان ډیاګو او لاس انجلس ښارګوټو سیمې یې بیړني حالت ته اړولې دي.

د ملي طوفان مرکز په وینا، د طوفان مرکز د یکشنبې په ورځ ماسپښین ناوخته سویلي کالیفورنیا ته رسیدلی وو. د طوفانن له رسېدو لږ مخکې د امریکا د کالیفورنیا ایالت ۵،۱ درجې زلزلې ولړزاوه.

د ارزونې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د اوجای کوچني ښارګوټي ته نږدې و، چې د لاس انجلس شمال لویدیځ څخه ۱۰۰ کیلومتره وړاندې و. د زلزلې په اړه په پیل کې د لوی زیان اټکل نه وو شوی، او د سونامي خبرداری هم نه و. د رسنیو د راپورونو له مخې د زلزلې ټکانونه په لاس انجلس کې محسوس شوي دي.

مکسیکو،د هيلري طوفان
مکسیکو،د هيلري طوفانانځور: Alfredo Estrella/AFP

د سختو بارانونو او بادونو خبرداری

تر دې مخکې «هیلري» په مکسیکو کې لگيدلی و او د کلیفورنیا باجا ټاپووزمې ساحل ته رسیدلی و. طوفان په دې وروستیو کې په ساعت کې ۱۳۰ کیلومتره چټک وو. د هوايي خدماتو ادارې په ټاپو وزمه او د مکسیکو په شمال ختیځ کې د «ډیر درانه باران» خبرداری ورکړی وو. برسېره پردې، په ساعت کې د ۱۲۰ کیلو مترو چټکوالي سره د بادونو او تر شپږ مترو پورې د اوبو د لوړو څپو اټکل کیږي.

لکه څرنګه چې د امريکا متحده ایالاتو د طوفان ملي مرکز (ان اچ سي) اعلان کړی، چي هیلري طوفان اوس کمزوری شوی. خو په هر حال، لاهم دا خطر شته چې د پام وړ زیان لامل به شي.

هيلری،استوايې طوفان
هيلری،استوايې طوفانانځور: Mario Tama/AFP/Getty Images

په مکسیکو کې «هیلري» طوفان دوه کسان وژلي

په مکسیکو کې د طوفان له امله دوه کسان مړه شوي دي. د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې یو سړی په شمال لویدیځ کې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، کله چې د هغه موټر د سینالوا ایالت د ناوالاتو په ښاروالۍ کې سيلاب ډوب کړ. د موټر چلوونکی مړی د پېښې له ځای څخه څو کیلومتره لرې وموندل شو. د میلینیو ورځپاڼې په وینا، یو بل کس د کالیفورنیا په باجا مولیګی ښار کې له سیند څخه د تیریدو په هڅه کې مړ شوی.

په ورته وخت کې، دمکسیکود ملکي حفاظت ادارې د شنبې په ورځ وویل چې د کلیفورنيا د باجا په ختیځ ساحل، په لوریتو او مولیګی کې په سیند او ويالو کې د اوبو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د پایلې په توګه، هلته د ځمکې ښویدنې پیښې رامنځته شوې او سړکونه تړل شوي دي. سربیره پردې، لږترلږه یو موټر چلونکې وروسته له هغه مړ شو کله چې يې له سیند څخه له موټر سره د تيریدلو کوښښ کاوه.

مرکزي حکومت په هغو ایالتونو کې چې د طوفان له امله تر ټولو سخت ځپل شوي شاوخوا ۱۹۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي دي. د احتیاط په توګه، د برېښنا دولتي شرکت ۸۰۰ کارکوونکي او سلګونه موټر د بریښنا د احتمالی بندیدو په وخت کې د چمتو کولو له پاره لیږلي دي.

له وړاندوینې څخه ګړندی

کلیفورنیا هم د طوفان پایلو ته تیاری نیسي. طوفان د سویلي کالیفورنیا له پاره یو ګواښ دی، د ناورین مدیریت ملي رئیس ډین کریسویل «سي ان ان »ته وویل،:«له همدې امله زه غواړم هرڅوک وهڅوم چې دا طوفان جدي وګڼي.» د احتیاط په توګه په کالیفورنیا کې اوسیدونکي له ريګو بوجۍ ډکوي.

امریکا متحده ایالالت، د هيلري طوفان
امریکا متحده ایالالت، د هيلري طوفانانځور: DAVID SWANSON/AFP/Getty Images

د کالیفورنیا د والي دفتر د بیړنیو خدماتو مشرې نانسي وارډ وویل، هیلري ممکن له یوې لسیزې راهيسې په ډیرو ایالتونو کې ترټولو خراب طوفان وي. د سویلي کلیفورنیا له پاره بیړنی حالت اعلان شوی.

په کالیفورنیا کې چارواکو ساحل ته نږدې او په لوړو ځمکو کې ځینو اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي. طبیعي پارکونه او مختلف ساحلونه تړل شوي او سپورتي فعالیعتونه ځنډول شوي دي.

استوايې طوفان،هيلري
انځور: Bryan Woolston/REUTERS
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب