1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په جنوبي کارولاینه کي سخت سیلابونه راوتلي

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

په سختو سیلابو او بادونو سره د «ایان» طوفان د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کارولاینه ایالت له ساحل څخه تیر سو. د هواپيژندني د ادرې په حواله که څه هم هلته د باد سرعت کرار کرار راکمیږي، خو د سیلابونو خطر یې اوس هم ډیر دی.

https://p.dw.com/p/4Hd5R
USA | Zerstörung durch Hurrikan Ian in South Carolina
انځور: Grace Beahm Alford/AP Photo/picture alliance

په سختو سیلابونو او بادونو سره د «ایان» طوفان د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کارولاینه ایالت له ساحل څخه تیر سو. د هواپيژندني د ادرې په حواله که څه هم هلته د باد سرعت کرار کرار راکمیږي، خو د سیلابونو خطر یې اوس هم ډیر دی. 
په ټلویزوني تصاویرو کي د اوبو څخه کاملأ  ډک سړکونه او تر یوه حده پوري تخریب سوی د اوبو بند معلومیږي. چپه سوو ونو د برق لینونه خراب او قطع کړي دي. د امریکا د اضطراري حالاتو د کمیټې مسؤلین یوازي په شمالي کارولاینه کي، چي اوس هلته هم د ایان طوفان وررسیدلی دی، تقریبأ د برق د قطع کیدو د ۳۰۰۰۰۰ واقعو څخه خبره کړې ده. 
تر دې دمخه د «ایان» طوفان (هِریکېن) په کیوبا او فلوریدا کي سخت مالي او ځاني تاوانونه پيښ کړي وه.