1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندوستان: د ژبې پر موضوع یو اعتراض کونکي ځان ته اور اچولی

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د هندوستان په سويل کې د پوخ عمر يو سړی چې ويل يې مرکزي حکومت هڅه کوي هندي ژبه په ټول هیواد کې تحمیل کړي د اعتراض په شکل ځان ته اور اچولی. پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه سړي په ځان پطرول اچولي وو او ځان يې وژلی دی.

https://p.dw.com/p/4K92f
د آرشیف انځور - په هندوستان کې اعتراضونه
د آرشیف انځور - په هندوستان کې اعتراضونهانځور: Satyajit Shaw/DW

هندي ژبه تر ټولو ډيره د هندوستان په شمال کې رايجه ده. په هندوستان کې چېرته چې په سلونو ژبې او سیمیزې لهجې کارول کیږي، د ژبې موضوع په کې ډيره حساسه ده. انګلیسي ژبه هم د اصلي رسمي ژبې په توګه کارول کيږي په داسې حال کې چې په ایالتي حکومتونو کې بیا له ځايي ژبو څخه استفاده کيږي.

په دې ارتباط تر ټولو وروستۍ احصائيه چې په ۲۰۱۱م کال کې ترسره شوې، وايي چې د هندوستان له نيمايي اتباعو څخه يو څه کمه برخه خلک په هندي ژبه خبرې کوي چې له ۴۴ سلنې څخه يو څه لږ برخه ده.

ولي په هند کي بايد د ناوې ښه انگليسي زده وي؟

 

رپوټونه وايي چې تېره میاشت د هندوستان د کورنیو چارو د ځواکمن وزير، اميت شاه، په مشرۍ يوې پارلماني ډلې سپارښتنه وکړه چې هندي ژبه د هندوستان رسمي ملي ژبه وګرځول شي چې د طبابت او انجنیرۍ په څير تخنيکي زدکړې هم په کې شاملې وي.

د هندوستان ملتپاله صدراعظم نريندرا مودي په خپلو خبرو کې هڅه کوي چې په هندي ژبه خبرې وکړي، خو د هغه مخالفان د هغه پر حکومت تور لګوي چې غواړي هندي ژبه پر خلکو تحميل کړي، هغه څه چې په ځانګړې توګه يې د هندوستان په سویل کې غوسې راپارولې دي.

په هندوستان کې له ګواښ سره د مخامخ ژبو د ژغورنې هڅې

د سويلي هندوستان ژبې تر ډيره دراويدي ژبې دي کوم چې د هندو-اروپايي ژبو له کورنۍ سره چې هندي ژبه هم پکې راځي، بشپړ توپير لري.

په هندوستان کې يو شمېر کسان ژوندي سوځول شوي

پولیس وايي په سويلي ایالت تاميل نادو کې یو بزګر، ۸۵ کلن بام وي تهنګاويل، پر ځان د پطرولو او سپین نفت په اچولو ځان ته اور اچولی دی. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ مطابق، هغه له ځانه سره يو پلاکاټ ليږداوه چې ورباندې لیکل شوي وو «د مودي حکومت دې د ژبې تحميلول ودروي. موږ څه اړتیا لرو چې د خپلې له ادبه غنامندې ژبې له پاسه هندي انتخاب کړو... دا به زموږ د ځوانانو راتلونکې زیانمنه کړي.»

د سینتهل په نوم د پولیسو یو افسر چې نه غواړي بشپړ نوم يې خپور شي، یاد آژانس ته وویل چې تهنګاويل خپل ځان وواژه. دغه افسر زیاته کړه چې دغه اعتراض کونکي «خپل بېنر د مرکزي حکومت پر ضد لیکلی وو.»

په هند، پاکستان او بنګله دیش کې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي پر ضد مظاهرې

زیاته شوې چې تهنګاویل د شنبې په ورځ د تامیل نادو ایالت په سيلم علاقه کې د حاکم ګوند DMK د دفتر مخې ته اعتراض کړی وو. هغه هم د همدغه ګوند غړی وو.

د ګوند مشر، ام کې ستالین، چې د مودي د ژبې پر سیاست نيوکه کوي، د تهنګاويل له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې خو ترڅنګ يې له نورو غوښتي چې له دا ډول اعتراضونو څخه ډډه وکړي.

هغه ويلي دي: «موږ نه باید بل ژوند له لاسه ورکړو.» ستالین زیاته کړې: «راځئ چې د هندي ژبې د تحمیل پر وړاندې په سیاسي او دیموکراتيکه توګه مبارزه وکړو.»

هند: د پارلمان يو استازی اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوی

دغه هندي سیاستوال ويلي دي چې اجازه مه ورکوئ چې تنګ نظري زموږ د هیواد متنوع ښکلاوې راخرابې کړي.

په هندوستان کې د هندي ژبې د رسمي کيدو موضوع له اوږدې مودې راهیسې يوه سیاسي موضوع ګرځيدلې ده. حاکم ګوند کانګریس په ۱۹۶۰ کلونو کې په دې هڅه کې وو چې هندي د هندوستان رسمي ملي ژبه وګرځوي چې دغه خبره آن هماغه وخت د هندوستان په سویل کې د اختلاف او غوسې سره مخ شوه.

mks/mns/(AFP)

د هندوستان د زوړ ډيلي ښار په هکله يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل