1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: د پارلمان يو استازی اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوی

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د هند د حکومتي ګوند د پارلمان يو استازی د يوه مسلمان کاميدين پر ضد د کرکې ډکې یوې وينا په ترڅ کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن شوی دی. د لومړي وزير نريندر مودي حزب د هغه ګوندي غړيتوب ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/4FxwB
هندی سياستوال راجا سنګ اسلام ته په  سپکاوي تورن شوی
د هند د بي جی پي ګوند د پارلمان غړی راجا سنګانځور: IANS

د هند پوليسو د واکمن بهارتيه جنتا يا بي جی پي ګوند د پارلمان يو استازی د سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته ونيو، چې د نوموړي اسلام ضد څرګندونو چې د ټولنیزو رسنيو له لارې خپريدلې، مسلمانان سخت په غوسه کړي ول.

راجا سنګ د لومړي وزير نريندر مودي د ملتپاله بي جی پي ګوند د ايالتي پارلمان استازی دی. نوموړی د «مذهب په نوم د کرکې خپرولو» د شک پر اساس نيول شوی دی.

د سنګ د څرګندونو هدف مشهور مسلمان کاميدين منور فاروقي وو چې د خپلو مذهبي موضوعاتو په اړه د هندو ملتپالو له خوا ګواښل شوی او ځورول شوی وو.

فاروقي تېره اونۍ د سنګ په ټاټوبي حيدر آباد کې خپله کاميدي شو يا ننداره ترسره کړې وه. د سيمه ایزو رسنيو په حواله سنګ لا دمخه د نندارې ځای ته د اور اچولو ګواښ کړی وو.

په هند، پاکستان او بنګله دیش کې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي پر ضد مظاهرې

کله چې د فاروقي پر ضد د هغه د کرکې ډکه وينا ډېره لاس په لاس شوه نو مسلمانانو يې د مظاهرو په ترڅ کې د نيولو غوښتنه وکړه او ویې ويل چې هغه [راجا سنګ] د اسلام پېغمبر ته سپکاوی کړی دی.

سيمه ایزو پوليسو بيا وروسته د نوموړي د نيول کيدو خبر تائيد کړ. سنګ په دې منځ کې بيرته آزاد کړل شوی دی او د بي جی پي ګوند اعلان کړی دی چې د هغه د ګوند غړيتوب یې ځنډولی دی.

نوموړی اوس لس ورځې وخت لري چې د ګوند له خوا ترسره کيدونکو پلټنو ته ځواب ووايي څو یې د غړيتوب د لغوه کيدو مخه ونيوله شي.

ترنګلتيا مخ پر ډېريدو ده

تر دې تازه قضيې څو اونۍ دمخه هم د بهارتيه جنتا ګوند د يوې وياندې نوپور شرما څرګندونو په ټول هندوستان او ګاونډ کې یې د احتجاج باعث ګرځيدې وې. نوموړې د تلویزيون د يوې خپرونې په ترڅ کې د اسلام د پيغمبر او د هغه د کشرې مېرمنې په اړه څرګندونې کړې وې.

د اسلام د پيغمبر په اړه د هندي چارواکې پر څرګندونو د اسلامي هيوادونو سخت غبرګون

په جون مياشت کې تر هغه وروسته د نوپور شرما د ګوند غړيتوب وځنډول شو چې د هغې د څرګندونو له وجې د کابو شلو هيوادونو حکومتونو هندي سفيران او استازي احضار کړل.

په همدغه میاشت کې د پوليسو او مسلمان احتجاج کوونکو ترمنځ اخ و ډب کې دوه کسان ووژل شول او دوه مسلمانان د يوه هندو خياط د وژلو له کبله ونيول شول. دغه خياط د ټولنیزو رسنيو له لاري د شرما په ملاتړ پوستونه کړي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)