1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي مقدساتو ته سپکاوي پر ضد مظاهرې

۱۴۰۱ خرداد ۲۱, شنبه

په هند، پاکستان او بنګله ديش کې په زرونو خلک واټونو ته راووتل او د اسلام د پيغمبر پر ضد د هندوستان د حاکم ګوند د دوو ویندویانو د »توهین آمیزه څرګندونو« پر ضد ېې اعتراضونه وکړل. اعتراضونو کي دوه کسان وژل سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4CZCd
Proteste Indien | India protest
انځور: Subrata Goswami/DW

څرنګه چې هندي چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۱نېټه) د فرانسي خبري آژانس ته ويلي دي، پولیسو د دغو اعتراضونو پر مهال دوه اعتراض کونکي په ډزو وژلي او له ۱۳۰ ډير نور ېې نيولي دي.

دغه اعتراضونه د هندوستان، پاکستان او بنګله ديش په پلازمېنو او ګڼو نورو ښارونو کې شوي چې اکثره ېې د مسجدونو تر څنګ وې. اعتراضونه د هندوستان د حاکم او ملتپاله ګوند «بهارتیا جناتا» د یوې ویاندې د اسلام پيغمبر پر ضد څرګندونو په دليل شوي دي. هغې دغه څرګندونې په یوه تلويزېون کې کړې وې.

تر هغه وروسته د دغه ګوند یوه بل ویاند د ټويټر له لارې »د اسلام پیغمبر ته سپکاوی« وکړ. دغو څرګندونو په ګڼ شمیر هیوادونو کې د مسلمانانو غوصې راوپارولې. ځينې دغو هیوادونو هندي ديپلوماتان احضار کړل او له هغوی څخه د علني بخښنې غوښتونکي شول.

په دې منځ کې د هندوستان حاکم ګوند، مذهب ته سپکاوي تر غندلو وروسته، خپل دواړه ویندویان له دندو ګوښه او د ګوند له غړیتوبه ېې اخراج کړل. خو په هند او بنګله دیش کې اعتراض کونکي وايي چې د حکومت دغه اقدامات کافي نه دي. ديپلوماتانو او همدارنګه د هندوستان خارجه وزارت د توهين آمیزه څرګندونو په اړه خپل مخالفت ښودلی دی.

نور اعتراضونه پرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جون ۱۰مه) د جمعې تر لمانځه وروسته وشول. په پاکستان کې د دغو اعتراضونو یوه سمبالوونکي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې هغوی له ګاونډي هیواد هندوستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو د قطع کولو غوښتونکي دي.

په بنګله ديش کې بيا د اعتراضونو یوه سازمان ورکوونکي د لا ډیرو اعتراضونو د په لاره اچولو غوښتونکی شو.

هند د ۱ اعشاريه ۳ ميليارډه نفوس په درلودلو د نړۍ يو ډير نفوس لرونکی دموکرات هيواد دی. د هند د نفوس ډیره برخه هندوان تشکیلوي او څه باندې ۲۰۰ میلیونه ېې مسلمانان دي. د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ، د حاکم ملتپاله ګوند منتقدان نیوکه کوي چې د هند حکومت غواړي په دغه هیواد کې د مسلمانانو مرتبه د مخ په ډيریدونکې توګه دوهمې درجې اتباعو ته راښکته کړي.

دویچه ويله د/م.ک.ص./ا.ا.