1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هند کې د ککړو شرابو څښلو له کبله تر ديرشو ډېر کسان مړه شوي

۱۴۰۳ خرداد ۳۱, پنجشنبه

د هند د تامل نادو ایالت چارواکو ويلي دي چې لږ تر لږه ۳۴ کسان د هغو شرابو څښلو له کبله مړه شوي دي چې په غير قانوني توګه پلورل کیږي. په هند کې هر کال په سلونو کسان د زهرجنو الکهولو د استعمالولو له کبله مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/4hJfx
په هند کې هر کال په سونو کسان د خرابو الکهولو د څښلو له کبله مړه کيږي
په هند کې هر کال په سونو کسان د خرابو الکهولو د څښلو له کبله مړه کيږيانځور: picture alliance/dpa

د هندوستان د جنوبي ایالت تامل نادو سيمه ایزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۲۰نېټه) ویلي دي چې لږ تر لږه ۳۴ کسان تر هغه وروسته مړه شوي چې خراب شراب یې څښلي ول.

ويل شوي چې تر ۶۰ ډېر کسان اوس هم د استفراق يا خوا بدېدو، معدې د درد او نس ناستي له کبله تر درملنې لاندې دي.

چارواکو څه ویلي؟

د سيمې د يوه چارواکي په حواله په لومړي سر کې د چهار شنبې په ورځ، په کلاکوريچي سيمه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان روغتونو کې بستر شوي ول. دغه سيمه د ایالتي مرکز چينای څخه د ۲۵۰ کیلومترو په واټن کې پرته ده.

پوهه: آیا په مخدره موادو د روانی ناروغیو درملنه کیدای سي؟

د سیمه ایز حکومت له خوا ويل شوي چې پوليسو څلور کسان د منع شويو شرابو د پلورلو په تور نیولي دي او ۲۰۰ ليتره الکهولي مشروب چې مينتول پکې ګډ دي، ضبط کړی دی.

د تامل نادو ايالت لومړي وزير ام. کې. ستالين، د ايکس شبکې له لارې ویلي دي: «زه د دې خبرونو په اوريدو شوک او خواشيني شوم.» نوموړي زياته کړې: «د هغو چارواکو پر وړاندې هم ګامونه پورته شوي دي چې د دې په مخنيوی کې پاته راغلي.» هغه وويل: «د دې ډول جرمونو مخه به چې ټولنه تباه کوي، په کلکو اقداماتو سره ونيوله شي.»

نوموړي د مړو شويو کسانو له کورنیو سره «مالي مرسته» هم اعلان کړې ده. 

په هند کې غير قانوني الکهول

په هند کې د غير قانوني شرابو توليد او له دې کبله مړينې ډېرې عامې دي. هغه کسان چې شراب په غير قانوني توګه جوړوي، د الکهولو د قوت زياتولو په موخه پکې بېلا بېل کيمياوي مواد لکه حشره وژونکي او د بطرۍ تیزاب هم ور اضافه کوي.

د شخصي سيکتور د TRACIT په نوم نوښت د معلوماتو په حواله په هند کې هر کال په سونو کسان په غير قانوني توګه د جوړو شويو شرابو د کارولو له کبله مړه کیږي. 

دې ټولنې د ۲۰۲۳م کال په خپل يوه رپوټ کې ويلي دي چې د دې زهرجنو الکهولو کارول د يو شمیر جدي زيانونو لکه ړوندوالي، ځيګر ته د زيان رسېدو، سرطان او مړينې باعث کيږي. دا ناقصه مشروبات د ګردو له فعاليت د لوېدو سبب هم ګرځي.

د TRACIT  ټولنې د هند د کورنیو چارو وزارت د شميرو په حواله ویلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې په هند کې د زهرجنو الکهولو د څښلو له کبله د څه نا څه ۹۴۷ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی وو، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱م کال کې دغه شمير ۷۸۲ تنه وو. 

په هند کې دا ډول الکهول د ټيټې بیې له کبله ډېر پلورل کيږي چې د لږ عاید لرونکي هم ورته لاس رسی لري. په ډېرو سيمو کې یې پر خرڅلاو او استعمال بندیز هم د دې باعث شوی دی چې په تور بازار کې یې خرڅلاو لا پسې ډېر شي.

ب. ص/ ا.ا (Kieran Burke)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب