1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

هندوستان: جعلي شرابو تر ۲۰ ډیر کسان مړه کړي

۱۴۰۰ خرداد ۹, یکشنبه

د هندوستان په شمال کي د جعلي شرابو د چښلو څخه لږتر لږه ۲۲ کسان مړه سوي او۲۸ تنه نور په روغتونو کي تر درملني لاندي دي. په هندوستان کي هرکال د تقلبي شرابو د استعمال څخه په سلونو کسان مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/3uB0o
Symbolbild |  Selbstgebrannter Schnaps verursacht mind. 70 Tote in Indien
انځور: picture-alliance/dpa/epa/P. Adhikary

دغه خبر پرون شنبه (د می میاشتي ۲۹ مه) د اوترا پرادیش ایالت یوه حکومتي مامور ورکړ. په قربانیانو کي د الیګره کلي اکثره اوسیدونکو او د هغه د شاوخوا لیري ځایونو بزګران شامل دي.

ایالتي حکومت ویلي دي، چي په دې ارتباط یې پنځه کسه بندیان کړي او پنځه حکومتي مامورین یې هم د وظیفې څخه برطرفه کړي دی.

حکومت همدارنګه د دې قضیې د تحقیقاتو او پلټني امر ورکړی دی.

په هندوستان کي هرکال په سلهاوو کسان پدې دلیل مړه کیږي، چي هغوی ارزانه- تقلبي الکهول استعمالوي. دغه الکهول اکثرأ د میتانول سره ګډیږي، د داسي کیمیاوي موادو یو ترکیب، چي چښل او استعمال یې د انسانانو دپاره سخت خطرناکه دی.

آ./ا.ا.ق.ن