1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

آیا هند د مخدره توکو او شرابو د بحران په درشل کې دی؟

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

په هند کې په ملي کچه ترسره شوې یوې نظرپوښتنه څخه معلومه شوې چې د دغه هیواد په ډیر لوړ شمیر کې تنکي ځوانان پر شراب، بنګ او افینو روږدي دي. په سروې کې معلومه شوې ده چې پر نشو له اخته هرو څلورو څخه د درو درملنه یي نه کیږي.

https://p.dw.com/p/4Lb48
Indien Drogenabhängigkeit
انځور: DESHAKALYAN CHOWDHURY/AFP

په هندوستان کې د یوې لوړې کچې نظرپوښتنې يا سروې څخه معلومه شوې ده چې د دې هیواد د ځوانانو یو لوړ شمیر د شراب، بنګ او افیونو په نشو روږدې دي. له دې سروې څخه دا هم معلومیږي چې په هر څلورو روږدو کسانو کې د درو علاج او درملنه نه کیږي.

د هند حکومت د روان کال په اواسطو کې د هیواد سترې محکمې ته وویل چې د۱۰ تر ۱۷ کلونو تر منځ د عمر درلودونکو تر یونیم میلیونه ډیر ماشومان پر نشو روږدې دي. دا په دغه هیواد کې د نشه یي توکو د استعمال او نمونو په هکله لومړنۍ ټولیزه سروې ده. «پر نشه یي توکو روږدو کسانو د درملنې ملي مرکز» پر مخدره موادو او د نشه یي توکو د استعمالوونکو د یوه لوړ رقم خبر ورکړی دی.

تر قانوني کیدو وروسته د بنګو په استعمال کې زیاتوالی راغلی

یوه سروی د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ټولو ۳۶ ایالتونو د غیر دولتي سازمانونو په همکارۍ ترسره شوې وه چې پایلې یي په ۲۰۱۹م کال کې خپرې او سترې محکمې ته هم وړاندې کړای شوې وې.

له سروې څخه کوم معلومات ترلاسه شول؟

د په ملي کچه ترسره شوې سروې څخه معلومه شوه چې الکول یا شراب د خلکو په وسیله تر ټولو زیات استعمالیدونکې ماده ده. تر دې وروسته بنګ او افیون دي. په هغو سیمو کې چې د بنګو استعمال تر ټولو زیات دی عبارت دي له اتر پردیش، پنجاب، سکم او چهتیس ګړه څخه.

په رپوټ کې ویل شوي: «تر ۳۰ میلیونو ډیر کسان د بنګو له مصنوعاتو څخه استفاده کوي او دوه نیم میلیونه پر بنګو وابسته دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده «۲۲،۶ میلیونه وګړي له افیونو څخه استفاده کوي او نږدې ۱،۵ میلیونه وګړي د افیوني موادو د کارونې له کبله مرستې ته اړتیا لري.»

له دغې سروې څخه دا هم معلومه شوې ده چې د دې هیواد د وکړو نږدې ۲.۰۶ سلنه برخه له افینو څخه استفاده کوي. همدارنګه ۱،۷سلنه ماشومان او تنکي ځوانان او ۰،۵۸ سلنه لویان نشه یي مواد د پوزې په وسیله کشوي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې پر غیر قانوني درملو د تکیه کوونکي له هر څلورو څخه د درو درملنه هم نه کیږي. روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې په هندوستان کې د مخدره موادو د استفاده کوونکو اصلي شمیر تر دې ډیر لوړ دی.»

په ډیر شمیر ایالتونو کې د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي له پاره تګلارې شتون نه لري.
په ډیر شمیر ایالتونو کې د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي له پاره تګلارې شتون نه لري. انځور: Dinodia/IMAGO

د نشه یي توکو د استفادې زیاتیدو تر شا کمزوې پالیسي

له دغو پایلو څخه معلومیږي چې د مخدره موادو د کنترول له پاره د سختو قوانینو او نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزه کوونکو ادارو د بی شمیره پرسونل سربیره، اوس هم په پراخه پیمانه د نشه کوونکو توکو له ډير شمیر انواعو څخه استفاده کیږي.

د روغتیا وزارت یوه چارواکي د نوم پټ ساتل کیدو په شرط دویچه ویله ته وویل: «د سروی له پایلو څخه دا هم معلومه شوې ده چې نشه یي توکو، عنعنوي کم اغیز لروونکو او له بوټو څخه ترلاسه کوونکو افینو موثرې ګټې اخیستنې او پروسس شوو هیروینو ته تقاضا زیاته شوې ده.»

په ډیر شمیر ایالتونو کې د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي له پاره تګلارې شتون نه لري. د حکومت تر کنترول لاندې ښوونځي په عام ډول د نشه یي موادو د کنترول په برخه کې ډیر حساسه نه دي او هلته په دې اړوند د عامه پوهاوي پروګرامونه نه دایریږي.

د ماشومانو د حقونو سازمان «بچپن بچاو اندولن» یوه وکیله ایچ ایس پهولکا وايي چې دا موضوع د ملي سروې له پایلو څخه ډيره زیاته درنه مسئله ده. پهولکا دویچه ویله ته وویل: «ډير داسې ماشومان دي چې اغیزمن شوي دي، خو په دې سروی کې نه دي حساب شوي. په ښوونځیو او شاوخوا سیمو کې یي د نشه یي توکو ترلاسه کیدنه یوه لویه ستونزه ده او بالاخره دوی پخپله د دې مادې پر خرڅوونکي بدلیږي.»

د افینو استفاده یوه لویه ننګونه

په شمالي ایالت پنجاب کې د نشه یي توکو استعمال د انديښنې وړ وضعیت ته رسیدلی دی. په تیرو شپږو میاشتو کې د دغه ایالت د مخدره موادو پورې اړوندو روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو شمیر له ۴۰۰ زرو ۸۰۰ زرو ته لوړ شوی دی.

د چنډي ګړه،  د شورا یوه مشر هرپریت سنګ، دویچه ویله ته وویل: «دا یو د انديښنې وړ وضعیت دی. په نشه کوونکو کې زیاتوالی رامنځته کیږي او علت یي دا دی چې نشه يي توکي په اسانۍ سره ترلاسه کیږي او اغیزې یي په مستقیم ډول پر ټولنې، ناحیو او کورنیو پریوزي.» نوموړي خبرداری وکړ چې نشه یي موادو کارونه په ایالتونو کې د روغتیا له پاره پر یوې ننګونې او چلنج بدلیدلی شي.

په پنجاب ایالت کې د یوې بلې څیړنې له مخې د دغه ایالت تر ۷۵ سلنه ډیر تنکي ځوانان له نشه یي توکو سره په یو ډول په مبارزه کې دي. د دغه رپوټ په اساس په زندان کې نږدې ۳۰ سلنه بندیان د نشه یي توکو د قانون په اساس نیول شوي دي.

نوو شمیرو ته په کتلو سره د ټولنیز عدالت او توانمندسازۍ وزارت له یو شمیر نورو دولتي ادارو سره په ګډه نشه یي توکو ته د تقاضا کمولو له پاره د یوه کمپاین طرحه جوړه کړې ده.

مرلي کرشنن: ش.ن/ ا.و.ا