1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

هند: د اورګاډي د ټکر لامل د کریکټ لوبې ننداره وه

۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبه

هندوستان وايي په پلټنو کې موندل شوې چې په اکتوبر میاشت کې یو اورګاډي په دې دلیل ټکر کړی وو چې چلوونکو ېې پر موبایل کې د کرکيټ لوبه کتله او یو زيګنال ته ېې پام نه وو شوی. په دغه پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي ول.

https://p.dw.com/p/4d8Ev
Indien Vizianagaram | Zugunglück
انځور: R. Narendra/REUTERS

د هندوستان د اورګاډو وزير، اشواني وایشناو، د دوشنبې په ورځ وويل چې «په اندرا پردیش کې وروستۍ پېښه په دې دليل رامنځ ته شوې وه چې د اورګاډي اصلي چلوونکي او همکار یې پر ټيلفون د کرکيټ لوبه کتله.»

وزير زیاته کړه: «اوسمهال موږ د داسې یو سیستم د نصبولو په حال کې یو چې کولی شي دا ډول هره فکري بې نظمي تشخیص کړي او د دې ډاډمنتیا رامنځ کوي چې د اورګاډي اصلي چلوونکی او همکار ېې د اورګاډي پر چلونې پوره تمرکز لري.»

د اورګاډي دغه ټکر تېر اکتوبر د هندوستان په اندرا پردیش ایالت کې هغه مهال شوی وو چې هندوستان د کریکټ ۵۰ اوریز نړېوال جام سیالیو کوربه وو. په دغه ورځ هندوستان له انګلستان سره لوبه ډیره مهمه لوبه لرله.

هندوستان کې د کریکټ نړېوال جام سیالیو پر مهال د دغې لوبه په میلیونو سرسخت مينه وال د لوبو حال چې په ژوندۍ بڼه خپريږي، څاري.

د هندوستان ټایم د رپوټ مطابق، تېره میاشت د اورګاډي د یو ستیشن مشر او درې نور کارکوونکي ېې وروسته له هغې له دندو ګوښه کړل چې یو باروړونکي اورګاډي له چلوونکي پرته ۷۰ کیلومتره مزل کړی وو.

هندوستان کې د اورګاډو د ټکر پېښې کومه نوې خبره نه ده. د ۲۰۲۳م کال په جون کې د دغه هېواد په اودیشا ایالت کې درو اورګاډو ټکر وکړ چې په کې نژدې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(FPA)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل