1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي چارواکي د اورګاډو د ټکر د لامل موندلو هڅې کوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۴, یکشنبه

هندي چارواکي هڅه کوي د تېرې ورځې د اورګاډو د ټکر پېښې لامل پېدا کړي کوم چې ۲۸۸ تنه په کې مړه شول او د مړېنې د ارقامو د لوړېدو وېره هم موجوده ده. صدراعظم نریندا مودي ويلي چې د پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.

https://p.dw.com/p/4SAVD
Indiens Premierminister Modi in Balasore
انځور: India's Press Information Bureau/REUTERS

د اورګاډو دغه ټکرونه د جمعې په ورځ د جون دريمه د هندوستان د شرقي ایالت اودیسا بالاسور ښار ته نژدې وشو. دا  د لسیزو په جریان کې د اورګاډو د ټګر د تر ټولو خونړيو پېښو څخه ښودل شوې ده. صدراعظم نريندرا مودې هم تېره ورځ د پېښې ځای ته ورغلی وو.

د فرانسې خبري آژانس د يکشنبې ورځې د رپوټ پر اساس، د اورګاډي ادارې چارواکو ويلي دي چې د کروماندل ایکسپرس یو اورګاډي ته چې په جنوب کې د کولکتا او چنای ترمنځ فعالیت کوي، یو غلط زیګنال استول شوی وو.

د هندوستان د اورګاډو یا رېلوې وزیر، ایشواڼي وایشناو، د یکشنبې په ورځ (ANI) خبري آژانس ته وويل: «موږ د پېښې لامل او په هغې کې مسئول کسان تشخیص کړي.» خو وزير زیاته کړه چې د تحقیقاتو تر نهايي نتيجه پورې د جزئیاتو ورکړه «نا مناسبه» ده.

ورته نور ولولئ: هند: د اورګاډو ټکر کې کابو ۳۰۰ تنه مړه، ۸۵۰ ټپيان دي

دغه اورګاډي له یو بل باروړونکي اورګاډي سره ټکر شو په داسې حال کې چې د هندوستان د تکنالوژۍ له مرکز یعنې بالاسور ښار څخه هم له دغې سېمې د تېرېدو په حال کې وو.

د يکشنبې په ورځ د ټکرونو د دقیق ترتيب په اړه یو سربداله کونکی حالت موجود وو او چارواکو ويل چې د پېښې د رامنځ ته کېدو د لامل یا لاملونو د موندلو په موخه تحقیقات جریان لري.

په هندوستان کې د اورګاډو دغه ټکرونه د جمعې په ورځ د جون دريمه د هندوستان د شرقي ایالت اودیسا بالاسور ښار ته نژدې وشو
په هندوستان کې د اورګاډو دغه ټکرونه د جمعې په ورځ د جون دريمه د هندوستان د شرقي ایالت اودیسا بالاسور ښار ته نژدې وشوانځور: Satyajit Shaw/DW

تر پېښې وروسته صدراعظم نريندرا مودي د اورګاډو د ټکرونو ځای ته ورغی او وې ويل چې په دغه پېښه کې «هيڅ مسئول کس به بچ نه شي.» مودي دولتي رسنۍ، دوردرشن ته وويل: «زه دعا کوم چې د امکان تر حده ژر له دغې غمجنې شېبې څخه ووځو.»

ورته نور ولولئ: ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي

رپوټ کې زیاته شوې چې په پېښه کې د مړو شوو کسانو جسدونه یو لوی مرکز ته ليږدول شوي چې د چارواکو په وينا يوازې د ډې ان اې له طریقه د پېژندلو وړ دي.

چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه تر شاوخوا ۲۰۰ کیلومترۍ پورې واقع هر روغتون ته د پېښې قربانیان په امبولانسونو او حتی په بسونو کې ورانتقال شوي دي. د نجات عملیات د شنبې ورځې په ماښام په داسې حال کې چې ټول مړي راوښکل شوي او په سپينو ټوټو کې تاو ول، پای ته ورسېدل. په بالاسور ښار کې د بېړني مرکز یو چارواکي وويل چې ټول مړي او ټپيان د پېښې له ځايه انتقال شوي دي.

د اطفائېې يوه چارواکي، سودهانشو سارنګي وويل چې د مړو شمېر ۲۸۸ ته رسېدلی خو کېدای شي تر دې هم لوړ او تر ۳۸۰ پورې ورسيږي
د اطفائېې يوه چارواکي، سودهانشو سارنګي وويل چې د مړو شمېر ۲۸۸ ته رسېدلی خو کېدای شي تر دې هم لوړ او تر ۳۸۰ پورې ورسيږيانځور: Javed Dar/Xinhua/IMAGO

ورته نور ولولئ: هند: د بېلابېلو توکمونو ترمنځ نښتو کې ۵۰ تنه وژل شوي

د اطفائېې يوه چارواکي، سودهانشو سارنګي وويل چې د مړو شمېر ۲۸۸ ته رسېدلی خو کېدای شي تر دې هم لوړ او تر ۳۸۰ پورې ورسيږي. د اوديسا ایالت مشر پردیت جینا تائيد کړه چې ۹۰۰ ټپيان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

هند د نړۍ يو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اورګاډو ټکرونه په کې ډېر کيږي. تر ټولو خونړۍ پېښه په ۱۹۸۱ کال کې شوې وه چې پکې د ۸۰۰ او ۱۰۰۰ تر منځ کسان مړه شوي ول. هغه وخت یو اورګاډي په بيهار ایالت کې د یو پله له سره د تېريدو پر مهال له پټلۍ ووت او لاندې سیند ته وغورځيد. په ۱۹۹۵ کال کې آګرې ته نژدې دوو اورګاډو ټکر وکړ چې پکې ۳۰۰ کسان مړه شول. تر هغه وروسته د تېرې جمعې ورځې پېښه په هند کې د اورګاډو د ټکر دريمه تر ټولو خونړۍ پېښه ښودل شوې ده.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: