1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

استراليا د کريکټ پنځوس اوریز نړېوال جام اتلولي خپله کړه

۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبه

استراليا نن (د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۱۹مه) هندوستان ته د کریکټ د نړيوال جام په پایلوبه کې په ۷ ويکټو ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي ېې خپله کړه.

https://p.dw.com/p/4Z9P9
آسترالیا هندوستان ته په پايلوبه کې په۶ ويکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳م کال نړېوال جام سیاليو اتلولي ېې خپله کړه
آسترالیا هندوستان ته په پايلوبه کې په۶ ويکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳م کال نړېوال جام سیاليو اتلولي ېې خپله کړهانځور: SAJJAD HUSSAIN/AFP

په ننۍ لوبه کې پچه استراليا وګټله او لومړی ېې ډګر ساتنه وکړه. هندوستان په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې جوړې کړې. استرالیا وتوانيد چې د درو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳م اور کې ځان دغه هدف ته ورسوي او د پايلوبې ګټونکی شي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه لوبه د هندوستان د حیدرآباد ښار په لوبغالي کې چې د ۱۳۰زره کتونکو وړتيا لري، تر سره شوه. لوبې ته د هندوستان سینما نامتو هنرمندان، له هغې جملې شاه رخ خان او رنوير سینګ او سندرغاړې آشابهوسلې هم راغلي وو. د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي تر لوبې مخکې پر ټويټر د هندوستان ټيم ته د بریا هېله کړې وه.

هندوستان په روان نړېوال جام کې خپلې ټولې ۹ لوبې وګټلې، خو په پایلوبه کې ورسره بخت یاري ونه کړه. استرالیا بیا له تېرو نهو لوبو څخه ۷ ېې ګټلې وې او په اتمې بریا سره ېې اتلولي ترلاسه کړه.

په هندوستان کېد کریکټ پنځوس اوریز نړېوال جام په دغه تورنمنت کې لسو هېوادونو افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګلدیش، سريلانکا، استرالیا، نيوزیلند، جنوبي افریقا، نیدرلیند یا هالند او انګلستان ګډون درلود. افغانستان له نهو لوبو څلور وګټلې او د لسو هېوادونو په نوملړ کې په شپږم ځای کې ودرېد. په دغه جام کې ټولې ۴۸ لوبې وشوې.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب