1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«المان دې مجرم پناه غوښتونکي افغانستان ته نه لېږي»

۱۴۰۳ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

د پناه غوښتونکو د چارو شوراګانو او د بشري حقونو بنسټونو افغانستان او سوریې ته د مجرمو پناه غوښتونکو د لېږلو مخالفت کړی. هغوی ویلي افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکو اخراج د طالبانو او اسد رژیم له همکارۍ سره تړلی دی.

https://p.dw.com/p/4hBqr
Flucht aus Afghanistan
انځور: Petros Giannakouris/dpa/AP/picture alliance

د پناه غوښتونکو د چارو شوراګانو او د بشري حقونو بنسټونو افغانستان او سوریې ته د مجرمو پناه غوښتونکو د لېږلو مخالفت کړی دی. د هغوی په وینا، افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکو اخراج د طالبانو او د اسد رژیم له همکارۍ سره تړلی دی، چې د بهرني سیاست او بشري حقونو له پلوه به دا یو «ناورین زېږوونکی» کار وي.

د جمهوري غوښتونکو مدافع وکیلانو ټولنې، د نویو قاضیانو ټولنې، پروازيول یا د بشري حقونو سازمان، د پناه غوښتونکو چارو ایالتي شوراګانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان او سوریې ته د مجرمو پناه غوښتونکو د استولو سره مخالفت کړی دی او په دغو دواړو هيوادونو کې یې ناقانونه وژنو، خپلسري نیونو او شکنجو په ګډون له بشري حقونو څخه سرغړونو ته اشاره کړې ده.

دغو سازمانونو ویلي دي:«د شکنجې مطلق بندېز دغو دواړو هېوادونو ته اخراج منع کوي.»

دغو سازمانونو زیاته کړې ده چې دا پرېکړه په المان کې پر جرمونو د اخته کسانو په ګډون پر هر چا له کوم محدودیت پرته پلې کېږي. دغو بنسټونو دا خبرپاڼه له چهارشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې د المان د ایالتي او فدرالي کورنیو چارو وزیرانو له کنفرانس مخکې خپره کړې ده.

یادو بنسټونو ویلي دي، چې د آلمان په منهایم ښار کې د یوه افغان د چاقو وژونکي برید هېښ کړي دي. په دغه پېښې کې یو پولیس وژل شوی او پر اسلام د نیوکه کوونکي یوه غورځنګ «پکس اروپا» پنځه غړي ټپیان شوي دي.

منهایم؛ د یوه افغان د چړې په ګوزار د پولیس له وژلو وروسته د المان ولسمشر فرانک والټر شتاین مایر سیمې ته ورغلی
منهایم؛ د یوه افغان د چړې په ګوزار د پولیس له وژلو وروسته د المان ولسمشر فرانک والټر شتاین مایر سیمې ته ورغلیانځور: Thomas Lohnes/Getty Images

له هغه وروسته له آلمان څخه افغانستان ته د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج بحثونه راپورته شوي دي.

د آلمان د مدافع وکیلانو د مهاجرت کاري ډلې په ګډون دغو بنسټونو یاده کړې، چې یو قانوني دولت د دیموکراسۍ بنسټ جوړوي. هغوی روښانه کړې، هغه کسان چې په آلمان کې جرم کوي، جرم ته په کتو دې همدلته مجازات کړای شي.

په ورته مهال دغو بنسټونو ویلي دي، چې اسلامپاله ترهګري، ښي اړخی افراطیت او یهودستیزي د آلمان د خلاصې ټولنې له پاره ګواښ دی او د آلمان جنايي قانون باید له دا وړ غیرانساني کړنو سره مقابله وکړي.

د مدافع وکیلانو ټولنو او د بشري حقونو ډلو ویلي دي، چې افغانستان ته د اخراج پیلولو د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري، هغه څه چې د بهرني سیاست او بشري حقونو له نظره «زیان پېښوونکي» کېدای شي.

د هغوی په وینا، له کلونو راهیسې په سوریه کې سیستماتیکې شکنجې روانې دي، خلک ورکېږي،  ناقانونه زنداني او وژل کېږي. د دغو بنسټونو په وینا، سوریې ته د پناه غوښتونکو اخراج د اسد رژیم په همکارۍ پورې اړوند دي، چې له یوه پلوه د اسد پر رژیم لګېدلي بندیزونه کمزوري کوي او له بله اړخه، د دغه رژیم بیا بیا راپورته کېدو سره مرسته کوي.

(epd) pa/af/OD

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟