1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا منځني ختیځ ته لا زیاتې جنګي الوتکې او بیړۍ استوي

۱۴۰۳ مرداد ۱۳, شنبه

پنټاګون اعلان کړی دی چې د امریکايي ځواکونو د حفاظت پیاوړي کولو، له اسرائیل څخه دفاع او د ایران له ګواښونو سره د مقابلې په خاطر به منځني ختیځ ته لا زیاتې جنګي الوتکې او بیړۍ واستوي.

https://p.dw.com/p/4j4UM
USA | F-35 Kampfjets der U.S. Air Force
پنټاګون اعلان کړی دی چې منځني ختیځ ته به لا زیاتې جنګي الوتکې او بیړۍ واستوي. انځور: Jose Miguel Tamondong/U.S Ai/Planet Pix/ZUMAPRESS/picture alliance

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال ویاندې سابرینا سینګ د جمعې (د اګست میاشتې ۲ نیټه) په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې امریکا متحده ایالاتو د ایران او دغه هیواد تر ملاتړ لاندې ملیشه و له خوا د ګواښونو په ځواب کې پریکړه کړې ده چې سیمه ته لا زیاتې جنګي بیړۍ او الوتکې واستوي. 

اسرائیل اوس د ایران، د لبنان حزب الله، د یمن حوثیانو او عراقي ملیشه و د احتمالي بریدونو پر وړاندې د مقابلې له پاره د تیارسۍ په حال کې دی.

په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه، او د بیروت په سویل کې د حزب الله د لوړپوړي قوماندان فواد شکر له وژل کیدو وروسته ایراني چارواکو او د لبنان حزب الله ګواښ کړی دی چې غچ به واخلي.

د پنټاګونو د مرستیال ویاندې په وینا د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ پر اسرائیل د حماس له برید وروسته امریکا ژمنه کړې ده چې د اسرائیل له دفاع سره به مرسته کوي او د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې دفاع کې به له اسرائیل سره همکاري وکړي.

«دا ځل به پر اسرائیل د ایران برید پراخ او پيچلی وي»

د «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې د ایران د برید دفع کولو له پاره د امریکا او اسرائیل د امادګۍ خبر ورکړی دی چې کیدای شي په نږدې راتلوتکي کې او حتی په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ترسره شي.

د دغه رپوټ پر بنسټ پر اسرائیل د ایران برید به دا وار د اپریل په میاشت کې پر اسرائیل د دغه هیواد له وروستي برید څخه ډیر پراخ او پيچلی وي.

په هغه وخت کې ایران له ۳۳۰ توغندیو او بې پيلوټه الوتکو سرهپر اسرائیل برید کړی وو، خو خپله اراده یې لادمخه په ډاګه کړې وه او اسرائیل او امریکا ته یې د ځان اماده کولو له پاره وخت ورکړی وو. په هغه وخت کې اسرائیل د امریکا او خپلو نورو متحدینو په همکارۍ توانیدلی وو چې د دغو بې پيلوټه الوتکو او توغندیو مخنیوي وکړي او هغه خنثی کړي.

د دغې ورځپاڼې د لیکنې په اساس، دا ځل اسرائیل او متحدین یي «د معلوماتو له تشې» سره مخامخ دي او د اطلاعاتو او وړاندوېنې نشتوالي، ټوله سیمه د اکتوبر په میاشت کې د غزې د جګړې د پیلیدو راهیسې تر ټولو خطرناکو شیبو ته رسولې ده.

یوه ایراني دیپلومات چې نوم یې نه دی اخیستل شوی وال سټریټ ژورنال ته ویلي دي چې اسرائیل له سرو کرښو اوښتی دی او د ایران ځواب به «زر او سخت» وي.

اسرائیل: د ایران د برید پر وړاندې غبرګون به ډیر شدید وي

د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار تساخي هانګبي له الماني رسنیو سره په خبرو کې په واضح ډول ویلي دي چې د ایران د برید په صورت کې به اسرائیل دا ځل ډیر سخت غبرګون وښيې.

نوموړي ټینګار کړی دی چې اسرائیل د امریکا او خپلو نورو متحدینو په غوښتنه د ایران د بې پيلوټه او توغندیو د بریدونو پر وړاندې له غبرګون ښودلو څخه ډډه کړې وه، خو اوس یو نوی وضعیت رامنځته شوی دی او «یو ځل یې مخنیوی کیدای شي، نه دوه ځله».

سره له دې چې ایران پر اسرائیل د برید وخت نه دی په ډاګه کړی، خو اسرائیل لادمخه ویلي دي چې د ځان پر وړاندې د هر ډول حملې سناریو ته تیاری لري. امریکا هم له اسرائیل څخه د دفاع په خاطر په فارس خلیج، عمان سمندر او د مدیترانې په ختیځ کې ۱۲ جنګي بیړۍ مستقر کړي دي.

د پنټاګون مرستیال ویاندې سابرینا سنګ، ویلي دي چې د لا زیاتو جنګي بیړیو او جنګي الوتکو د لیږلو پریکړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین تنانیاهو له تلیفوني خبرو وروسته شوې ده.

اغلې سینګ ټینګار وکړ چې د امریکا اقدامات په بشپړ ډول د دفاعي ماهیت دي او د مخنوي په خاطر ترسره کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا 

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل