1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

ملگري ملتونه: افغانستان کې د مت آمفتامین تجارت زیات شوی

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

د ملگرو ملتونو سازمان وایي چې له افغانستان څخه د مت اَمفتامین قاچاق ډیر شوی او باید ورته توجه وشي. مت اَمفتامین یو ډول محرک او په شدید ډول روږدې کوونکي درمل دي.

https://p.dw.com/p/4WA2v
Droge Methamphetamin Crystal Meth
انځور: imago/blickwinkel

د ملکرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ پر بنسټ چې د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۰ نیټه) خپور شوی، په دې وروستیو کلونو کې د مت امفتامین تجارت په افغانستان او د دغه هیواد تر سرحدونو دباندې ډیر زیات شوی دی. دا په داسې حال کې چې طالبانو په دويم ځل واک ته تر رسیدو وروسته د هیروئینو پر تجارت بندیز لگولی دی.

د ملگرو ملتونو سازمان د جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې دفتر مشرې غاده والي، وویل: «په افغانستان او سیمه کې د مت اَمفتامین د قاچاق زیاتوالی د مخدره موادو په غیر قانوني بازار کې د پام وړ تغیير ښکاریندویې کوي او زمونږ بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.»

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اگست په میاشت کې یو وار بیا واک ته ورسیدل په اپریل میاشت کې یې په افغانستان کې چې د مخدره موادو ستر تولیدونکی هیواد دی، د نشه یي توکو پر تولید بندیز ولگاوه.

د کوکنارو پر ځای د ګلابو ګلونه

طالب چارواکي وایي چې ځواکونه یي د خاشخاشو د کروندگرو پر وړاندې اقدامات کوي او کروندې یي لمنځه وړي.

د ملگرو ملتونو سازمان د جرمونو او مخدره موادو ضد دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي؛ سره له دې چې طالبانو د هیروئینو پر تجارت بندیز لگولی دی، خو له دغه بندیز وروسته د مت امفتامین تجارت زیات شوی دی.

په افغانستان او شاوخوا هیوادونو کې یې د مخدره موادو د ضبط کیدو موارد په پنځو کلونو کې، یعنې تر ۲۰۲۱م کاله پورې ۱۲ برابره زیات شوي دي. گاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان هم د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د مخدره موادو د ضبط کیدو په مواردو کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

همدرانگه ډیرو لیري هیوادونو لکه فرانسې او آسترالیا هم د مت امفتامین د ضبط یا نیولو خبر ورکړی دی چې احتمالاً له افغانستان څخه قاچاق شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص