1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په افغانستان کي د ترياکو توليد لږ شوی دی

۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبه

په افغانستان کي د ملگرو ملتو ماموريت (يوناما) د طالبانو ترواکمنۍ لاندي د ترياکو د حاصلاتو له کمښت څخه خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/4Sv0g
آرشيف انځور: په هملند کې د کوکنارو د له منځه وړل
آرشيف انځور: په هملند کې د کوکنارو د له منځه وړلانځور: Abdul Khaliq/AP/picture alliance

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازي، روزا اوتونباييوا د چهارشنبې په ورځ په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کي وويل: «د دې له پاره ښکاره نخښې سته چي د تيرکال په اپريل مياشت کي د طالبانو له خوا پر ترياکو بنديز د هيواد په ډېرو سيمو کي عملي سوی دی.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په تيرو وختونو کي د نړۍ ۹۰ سلنه کوکنار چي د ترياکو او هيروئينو اساسي ماده ده، په افغانستان کي کرل کيدل. په عين حال کي اوتونباييوا له نړيوالي ټولني څخه د يوه بديل غوښتنه کوي.

اړونده موضوع: ملګري ملتونه: د کوکنارو کرکیله ۳۲ سلنه لوړ شوی؛ طالبان څه وايي؟

د يوناما مشري وويل: «په تيره بيا له هغو بزگرانو سره مرسته وسي چي له دغه ډول بنديز څخه په ځانگړي ډول اغيزمن سوي دي. د افغانستان زراعت که څه هم په کښته سويه دی، خو بيا هم د پخوا په شان ثابت پاته دی.» 

اوتونباييوا رپوټ ورکوي چي انفلاسيون کم سوی او د تبادلې نرخ باثباته پاته دی. د هغې په خبره: »دا تر يوځايه پوري په لوړه سطحه د فساد کميدو سره تړاو لري.»

د ملگرو ملتو دغه استازې بيا په ښکاره ډول له نجونو او ښځو سره تبعيض باندي انتقاد کوي. هغې د طالبانو واکمني مستبدانه وبلله او وې ويل: «په پراخه کچه دا اندېښنه موجوده ده چي د ټولشموله او مشارکتي حکومتولي نشتوالی به د ترهگرۍ پر وړاندي مبارزه کي د بې ثباتۍ سبب سي.»

اړونده موضوع: په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟

د ۲۰۲۱م کال په اگست کي واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي او د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو بشري حقونه په ښکاره ډول محدود کړي دي. ښځي زده کړو، کار او صحي تدابيرو ته تر ډيره ځايه لاس رسی نه لري او د سفر په هکله هم له محدوديتونو سره مخامخي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د کوکنارو پر ځای د ګلابو ګلونه