1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې یې ۱۵۶هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4PlFH
Afghanistan Taliban roden Opium-Mohnfelder
انځور: Abdul Khaliq/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل چې د مخدره موادو پر ضد پولیسو له خوا د ټول هیواد په کچه د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړلو عملیات پيل شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د تیر کال په اپریل کې د یوه فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، په داسې حال کې چې په هغه کال کې د کوکنارو د کروندو حاصلات له دې فرمان څخه مستثنا ول.

طالبانو سونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو پر ضد مبارزې ادارې د شمیرو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی دی.

په داسې حال کې چې دغه هیواد د لسیزو جګړو، وچکالۍ او لوږې څخه رنځ وړي، ډېر بزګران د کوکنارو کښت د خپل ورځني ژوند د لګښتونو پوره کولو له پاره ضروري ګڼي.

د کوکنارو پر ځای د ګلابو ګلونه

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته له مخدره موادو سره د مبارزې کمپاین پيل کړ چې په پراخه کچه په تیرو دوو لسیزو کې له پامه غورځول شوی و.

د طالبانو له خوا د کابل په پل سوخته کې د سلګونو معتاده ځوانانو راټول په پراخه توګه وستایل شول، هغه ځای چې د ډېرو روږدو کسانو د ژوند کولو له کبله بدنامه و.

طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی

تاریاک د هیروینو د تولید له پاره مهم مواد دي او په ورته وخت کې د طبي درملو په جوړونه کې هم ترې کار اخیستل کیږي. افغانستان په نړۍ کې د نشه یې توکو د تور بازار له پاره ستر منبع دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز