1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

ملګري ملتونه: غزې ته د مرستو ستر کاروان رسېدلی دی

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر په حواله د یکشنبې په ورځ ۳۳ لاريو غزې ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړې ده چې دا د مرستو د بیرته پېل کیدو راهېسې تر ټولو ستر کاروان دی.

https://p.dw.com/p/4YBtc
انځور: د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستي
انځور: د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستيانځور: Mohammed Abed/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي دي چې لږ تر لږه ۳۳ لارۍ چې پکې اوبه، خوراکي توکي او درمل بار وو، د رفح بندر له لارې غزې ته رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر د دوشنبې په سهار وویل چې دا د اکتوبر له ۲۱مې نیټې راهیسې د غزې تړانګې تر محاصري وروسته د مرستو تر ټولو لوی کاروان دی.

د اکټوبر په اوومه نیټه داسرائیل پر خاوره د حماس ډلې له خوا تر برید وروسته، اسرائیلو د حماس د اورپکې ډلې د له منځه وړلو په موخه د سیمې د بشپړې کلا بندۍ امر وکړ، هغه ډله چې د اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نورو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

د فلسطین د سره صلیب ټولنې وویل: «زموږ ټیم نن ماښام د رفح له لارې د مصري سرې میاشتې څخه ۲۴ لارۍ ترلاسه کړې چې خواړه او درمل یې لیږدول.»

دغه اداره وايي، په ټوليزه توګه يې ۱۱۸ لارۍ خوراکي توکي او درمل ترلاسه کړې دي. خو د فلسطین سره صلیب ویلي چې د تیلو بار وړونکو لاریو ته لا تر اوسه غزې ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو او مرستندويه ټولنو ویلي دي کومې مرستي چې غزې ته یې د ننوتلو اجازه تر لاسه کړې ده، د غزې ۳،۲ میلیون اوسيدونکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د ملګرو ملتونو دفتر وویل، په غزه کې د مخابراتي خدماتو په ګډون ټليفوني او انټرنټي خدمتونه چې د اکتوبر پر۲۷ مه د اسرائيل له بمبارۍ وروسته بند شوي وه، د اکتوبر د ۲۹ مې په سهار بیرته پیل شول.

اسرائيل په غزه کې ځمکني عملیات پراخ کړي دي

د اسرائیل پوځ وايي، په غزه کې یې شپني ځمکني عملیاتپراخ کړي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي، یوې الوتکې د ځمکنیو ځواکونو په لارښوونه د حماس وسله والې ډلې تر کنټرول لاندې پوسته په نښه کړې. ويل کيږي چې په دغه هوايي بريد کې تر ٢٠ زيات وسله وال وژل شوي دي.

حماس د اسرائيل جرمني، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا یو تروریستي سازمان بلل کېږي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ادعا کړې چې د غزې په تړانګه کې پر تونلونو او ملکي ودانیو د بریدونو په پایله کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو دویم پړاواعلان کړی دی، خو تر اوسه دا عملیات تر کوچنیو بریدونو پورې محدود دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې عمومي مفتش: غزې ته د مرستو بندول ښايي یو "جرم" وي

د جزا د نړیوالې محکمې مشر کریم خان، خبرداری ورکړی دی چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیول جرم ګڼل کېدای شي.

هغه په قاهره کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د جینوا د کنوانسیون له مخې د مرستو د رسولو مخنیوی د جزا د نړیوالې محکمې د قضاوت په چوکاټ کې جرم ګڼل کيدای شي.»

هغه وويل: «ما په مصر، په رفح بندر کې له مالونو ډکې لارۍ وليدې، له بشري مرستو ډکې لارۍ چې په هغه ځای کې بندې وې چې هيچا ورته ته اړتيا نه لرله.»

هغه وويل چې دا مرستې باید له ځنډ پرته د غزې ملکي وګړو ته ورسیږي.

په آلمان کې د يهودانو ضد کرکې ډېرېدو په اړه خبرداری

په آلمان کې د یهودانو د مرکزي شورا مشر په دغه هیواد کې د «هیودانو ضد کرکې او اسرائيل سره دښمني » په کلکه غندلې ده او ویلي یې دي چې دا موضوع د زیاتیدو په حال کې ده.

د دغه شورا مشر یوزف شوسټر، د دوشنبې په ورځ آلمانۍ ورځپاڼې بیلډ ته وویل چې دا په ښکاره ډول «په سړکونو، د لیکچرونو په تالارونو او د تیاترو په صالونونو کې کیږي.»