1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرايلو د غزې په جګړه کي فاسفور لرونک وسلي استعمالوي

۱۳۸۷ دی ۲۷, جمعه

اسراييلي سياست مدارانو او تر ټولو دمخه خارجه وزيري څيپي ليوني په غزه کي ددوي د بريدونو سره سم ډاډ ورکړي ؤ، چي هر ډول کوښښ به وکي،چي ملکي خلګو ته ضرر ونه رسيږي.

https://p.dw.com/p/GZnf
پر غزې باندي د اسرايلي عسکرو هوايي بمبارۍ چي د فاسفور لرونکو وسلو څخه هم کار اخستل سوی دی
پر غزې باندي د اسرايلي عسکرو هوايي بمبارۍ چي د فاسفور لرونکو وسلو څخه هم کار اخستل سوی دیانځور: picture alliance / landov

خو که دوي ته ضرر رسيږي، چي د تأسف ځاي دی، اما په جنګي حالت کي سړي کاملاً د هغه مخنيوی هم نسي کولاي . او دې ته يې اشاره کړې وه چي حماس د ملکي خلګو څخه د سپر په حيث استفاده کوي ، او د اسراييلو دملکي اتباعو هيڅ پروا نکوي . خو په غزه کي د جنګ د شروع څخه د ملکي خلګو وژل او زخمي کيدل بل ډول حقيقت بيانوي .

خو په غزه کي د مؤظفو مرستندويه سازمانو څخه بيا د سره صليب تر کميټې پوري ټول پر اسراييلو باندي تور لګوي، چي د ملکي خلګو هيڅ پروا نکوي .

د Human Rights Watch سازمان نور هم مخته ځي ، او وايي چي اسراييل پر غزه باندي د سپينو فاسفورسو، بمان اچوي ،چي که څه هم دهغه اچول د خلګو څخه په ګڼه منطقه کي منع دي .

دا هغه بمان دي ،چي انسانان سخت سوځوي ،او په ډير عذاب سره مړه کيږي .

په غزه کي ډاکتران وايي چي ددغو بمانو په واسطه سوځلي خلګ روغتونون ته وروستل سوي دي .

ددغه خبر تر اوريدو وروسته د جنګ مخالفو بيلابيلو ګروپو اسراييل په جنګي جنايت تورن کۍ،او کله چي د Human Rights Watch دغه خبر خپور سو، نو اسراييل په اوله کي دهغه په مقابل کي چپ پاته سو. د خارجه چارو د وزارت وياند فقط دپوځ د وياندي خبرو ته اشاره وکړه ،چي دغه خبره يې په غير مستقيم ډول منلې وه .

په غزه کي اسراييلي پوځيان د عملياتو پر وخت
په غزه کي اسراييلي پوځيان د عملياتو پر وختانځور: AP

د پوځ وياند ويلي وه« اسراييلی پوځ هغه مرمۍ استعمالوي، چي د بين امللي حقوقو مطابق وي . موږ د خپلومرميانو د ډ‌ول په باب څه نه بيانووو،لکه چي د جنګي عملياتو په باب چاته معلومات هم نه ورکوو . او زه کولاي سم تاسي ته ډاډ درکم ، چي اسراييلود بين امللي حقوقو پر خلاف کم عمل ندی کړي .»

دا يو قانع کونکی جواب ندی، خو د حقوقي لحاظه کيدای سي چي په سختۍ سره د هغه سره مخالفت وسي . ځکه د بين امللي حقوقو په چوکاټ کي د فاسفورس دغه ډول بمونه تر يوه حده پوري منع دي : مثلاً دهغه څخه د سوځونکي وسلې په حيث استفاده کيدای سي ،خو نه د ملکي خلګو په منځ کي .

ډيرو دولتو پاسپورس بمونه او وسلې چي يو ډول کيمياوي وسلې دي ،نه استعمالوي، اوهغه يې منع کړي دي . خو څوک چي دغه ډول وسلې نه استعمالوي ، بايد د هغه مطابق يو قرارداد يې هم امضأ کړی وي ، چي دا کار اسراييلو او امريکا ندی کړی .

دواړو هيوادو دغه ډول بمونه استعمال کړي . امريکا د عراق په جنګ او اسراييلوپه لبنان کي د 2006 کال په جنګ کښي. سربيره پر هغه يې تر يوه مليون اضافه خوشه اي بمونه وغورځول ،چي تر اوسه دهغه د لاسه ملکي خلګ زخميان او وژل کيږي.

په لبنان کي هم اسراييل په اوله کي د فاسفورس د بمانو د استعمال څخه پټه خوله پاته سول ، خو څو مياشتي وروسته د پارلمان په مخکي يوه وزير ومنله چي پاسپورس بمونه لري،او هغه يې په لبنان کښي د حزب الله په مقابل کي استعمال کړي دي .