1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې د زندانیانو شکنجه بنده کړي

۱۴۰۲ شهریور ۲۹, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور په خپرولو سره ويلي دي چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۱۶۰۰ قضیې ثبت شوي دي. د دغو قضیو نیمایي د شکنجې وي، چې زیاتره یې د طالبانو د پولیسو او استخباراتي افسرانو له خوا ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4WbZ6
BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabul
انځور: STRINGER/REUTERS

 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دغه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر جولای پورې په تېرو ۱۹ میاشتو کې ۱۸ تنه د طالبانو د پولیسو او استخباراتو په زندانونو او توقیف ځایونو کې وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو دغه قضیې په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو په توقیف ځایونو او زندانونو کې ثبت شوي دي او »د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي چلندونه یا مجازات دي.«

په دغه راپور کې یوناما د طالبانو له خوا له بندیانو سره د ناوړه چلند د ډولونو په اړه ویلي: «د اعترافاتو او نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په هڅه کې بندیان له وهلو ټکولو، د بریښنا له شاټونو، ساه بندولو او له فشاره ډکو حالاتو سره مخامخ شوي، په زور د ډېرو اوبو څښلو ته مجبور شوي او سترګې یې ور تړل شوي دي.«


د تاوتریخوالی په نورو اعمالو کې د نیول کیدو د علت په اړه معلومات نه ورکول، مدافع وکیل ته لاس رسی نه درلودل او د نیول کیدو پر مهال درملو ته نه لاس رسی، شامل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي: «دا راپور په ګوته کوي چې شکنجه د اغېزمنې څېړنې پر ځای د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي. زه له ټولو اړوندو چارواکو څخه غواړم چې د دې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او عاملین یې عدالت ته راکاږي.»

یوناما زیاته کړې چې د تاوتریخوالي له هرو لسو قضیو څخه یوه یې د ښځو پر وړاندې ترسره کیږي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو سرغړونو په څلورمه برخه کې د خبریالانو او د مدني ټولنې له غړو سره شوي دي.
 

د طالبانو غبرګون


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې د تاوتریخوالي راپور شوې شمېرې، په تېره بيا د خبريالانو او مدني ټولنې د فعالانو په اړه خپرې شوې شمیرې سمې نه دي.

دغه وزارت ویلي چې قضايي ارګانونه د طالبانو د مذهبي مشر ملا هبت الله اخندزاده، د هغه فرمان د پلي کېدو په اړه د اطمنان تر لاسه کولو په موخه د نظارت پر زياتولو کار کوي، چې د شکنجې او جبري اعترافونو د منع کولو په اړه یې خپور کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د شکنجې د منع فرمانونه او زندانونو ته د لاسرسي اجازه »هڅوونکې« نښې دي؛ خو دغه سازمان د وضعیت د سمون لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا، وویل: «دا مستند شوې قضیې د ټولو له خوا د سمدستي او چټک اقدام اړتیا په ګوته کوي.»

 هغې زیاته کړه: «د دې ډول کړنو د پای ته رسولو لپاره له حکومتي چارواکو سره د ښکیلتیا بیړنۍ اړتیا ده.«