1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو ادارې په زندانونو کې څومره کسان بندیان دي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې اعلان وکړ چې دمګړی د افغانستان په زندانونو کې ۱۶ زره کسان بندیان دي.

https://p.dw.com/p/4V60H
د طالبانو په راتګ د افغانستان له زندانونو په لسګونو زره بندیان وتښتېدل چې په زرونو یې طالب بندیان هم ول.
د طالبانو په راتګ د افغانستان له زندانونو په لسګونو زره بندیان وتښتېدل چې په زرونو یې طالب بندیان هم ول.انځور: STRINGER/REUTERS

د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵مه کله چې طالبانو دویم ځل واک ترلاسه کړ، د افغانستان نیږدې ټول زندانونه مات شول او بندیان یې وتښتېدل.

سره له دې چې د راپرځول شوي حکومت په وروستیو کې د ټولو زندانیانو کره شمېرې نه وې خپرې شوې، خو ویل کیږي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان زندانونو کې شاوخوا ۲۹ زره کسان بندیان ول.

اړوند مطالب:د طالبانو له زندانه ۶۲ امنيتي ځواکونه آزاد شوي

طالب چارواکي وايي، حکومت یې په تېرو شاوخوا ۲ کلونو کې ۳۲ زره کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نېولي ول چې له دې ډلې ۱۶ زره یې د محکمو د حکمونو او د طالبانو د مشر د عفوې فرمانونو له مخې خوشې شوي دي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې ځای ناستي یوسف مستري نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست ۱۲مه) په کابل کې ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډې ته وویل: «دا اوس ۱۶ زره بندیان چې دي، دا په دوو کټګوریو وېشل شوي، یو تورن توقیفیان دي او بله ډله یې محبوسین دي، په توقیفي سل په سل کې د بندي اطلاق نه کیږي، دوی په نظارت خانو کې دي محکمه به یې خوشې کوي او یا به یې هم په بند محکوموي چې اوسمهال شاوخوا لس زره دغسې کسان په توقیف کې دي او په هغو بندیانو چې د بند حکم پرې شوی شمېر یې له ۶ تر ۷ زرو دی.»

ددې ادارې د مالوماتو پر بنسټ یواځې د تیر یوه کال د روژې او اختر په مناسبت فرمانونو کې تر ۳ زرو ډېر بندیان خوشې شوي دي.

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

ویل کیږي ، چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان په بې رحمۍ سره شکنجه کیږي.

تېر کال دویچه ویله ته یوشمېر ځوانانو د خپل هویت نه په ډاګه کولو په شرط غږونه او مالومات ولیږل چې ادعا یې کوله په زندانونو کې روانې شکنجه شوي او په زور ترې غیر اخلاقي ویډیوګانې ثبت شوي دي.

دغه راز، په زور اقرار اخېستل د دغسې شکنجو بل ډول ښودل شوی دی.

طالبانو داسې مهال په خپلو زندانونو کې د پرتو بندیانو شمېرې خپرې کړي چې د رپوټونو له مخې دا ډله د خپلې ایډیالوژۍ مخالفین هم نیسي او تر ناڅرګندې مودې یې په بند کې ساتي.