1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوناما راپور: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۷۰۰ کسان وژل شوي

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

یوناما په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتوالي په اړه د یوه راپور په خپرولو سره اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دغه وضعیت ته پام وکړي، خو طالبان دغه راپور ردوي.

https://p.dw.com/p/4EPFk
Afghanistan Kontrollen vor dem Taliban-Treffen in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دا راپور، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵ پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لسو میاشتو په اوږدو کې د یوناما موندنې په ګوته کوي.

د یوناما په حواله د طالبانو د واکمنۍ په لسو میاشتو کي ۲۱۰۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي چې په دې کې ۷۰۰ ملکي کسان وژل شوې ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوې دي.

په راپور کي ویل شوې دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښه کیدو سره سره په دې هیواد کي شکنجې، د محکمې پرته وژنې، ناوړه چلند، پر خپل سر نیول، د ښځو او نجونو د حقونو او بنسټیزو آزادیو سلب د اندیښني وړ دی.

د حقوقي چارو کارپوه ډاکتر عمران ځلاند وايي، د طالبانو څخه یوه مهمه غوښتنه دا وه چې د دوی په راتګ سره به د هیواد امنیتي وضعیت ډیر ښه شي، خپلسري او زورواکي به ختمه او خلګ به د سکون ساه واخلي. دا د طالبانو هغه وعدي وي چې تل به یې ولس ته ورکولې خو اوس خبره هغسې نه ده، بلکي خلګ لاهم له ستونزو سره مخ دي: «اوس چې طالبان قدرت ته رسیدلي، دوی باید د خلکو له زوروني او انتقام اخیستني لاس واخلي، د افغانانو هغه مشروع غوښتني چې د اسلام سره په ټکر کي نه دې باید ويې مني لکه انتخابات، ټولشموله حکومت جوړونه، د ښوونځیو پرانستل او تر ټولو مهمه داده چې طالبان هغه کارونه وکړي چي افغانان او نړیواله ټولنه یې ترې غواړي.»

په یاد راپور کي د واکمني ادارې له خوا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول یو له مهمو اړخونو څخه بلل کیږي.

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت کړي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي مارکس پوتڅل ویلي دي چې زده کړه او په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو ګډون د هرې عصري ټولنې له پاره اساس دی او پر کور د ښځو او نجونو کښېنول افغانستان له هغو مهمو مرستو څخه محروموي چې د دوی له خوا ترسره کېږي.

په راپور کي د ملکي تلفاتو یوه برخه داعش خراسان ډلې ته منسوبه شوې خو ویل شوې د بشري حقونو د سرغړونې پېښې باید وڅېړل شي عاملین یې په ګوته شي تر څو په راتلونکي کې ېې د فعالیت مخنیوی وشي.

بل لور د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چې ممکن د طالبانو د واکمنۍ په پيل کې د ځينو کسانو له خوا د شخصي دښمنيو په خاطر سرغړونې شوې وي، خو له هغه وروسته وضعيت په کلکه کنټرول شوی او اوس په افغانستان کې امنيتي وضعيت ډېر ښه دی عدلي او قضايي څانګې د خلکو حقوقي ستونزو ته په سمه توګه ځواب ویونکي دي: «هغه څه چې په راپور کي یوځاې شوې منصفانه او دقیق نه دي. راپور پر فیک معلوماتو ولاړ دی. اسلامي امارت کله چي د هیواد کنټرول ترلاسه کړ د پخوانۍ اداري کارمندانو ته یې عمومي عفوه اعلانه کړه، زموږ ځواکونه چي لویو ښارونو ته ننوتل یو څاڅکی وینه توي نه شوه دا ټول د دې نمایندګي کوي چي اسلامي امارت خپل تعهد ته چي عفو یې اعلان کړې وه ژمن دی.»

د یوناما د راپور په پای کې په افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت د مالي او بشردوستانه بحران له لاري خراب شوی او ویل شوي دي چې د افغانستان ۵۹ سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري، کوم څه چې د ۲۰۲۱ م کال په پرتله د ۶ ميلیونو انسانانو زیاتوالی ښیې.

آیا افغانستان کې د اقلیتونو بشري او مذهبي آزادۍ خوندي دي؟