1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيمصر

مصر، په ترافيکي پېښه کې شاوخوا ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

په مصر کې د شنبې په ورځ یوه ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او له ۵۳ ډېر نور ټپیان دي. د يو بل خبر له مخې په مصر کې د څو بې پېلوټه الوتکو تر راغورځېدو وروسته ولسمشر له ټولو غوښتي چې د مصر حاکمیت ته درناوي وکړي.

https://p.dw.com/p/4Y8u5
Ägypten Kairo | Straßenszene
انځور: Schoening/picture alliance

تازه معلومات:

د فرانسې خبري آژانس د تازه رپوټ پر اساس، په مصر کې د شنبې ورځې ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او له ۵۳ ډېر نور ټپیان دي.

په لومړيو رپوټونو کې د مړو شمېر ۲۸ او د ټپيانو ۶۰ ښودل شوی وو. زیاته شوې چې په قربانیانو کې لږ تر لږه ۱۸ ېې د اور لګېدنې له کبله مړه شوي دي. پېښه د قاهرې-اسکندريه دښتې د ناترون درې پر لور پر تلونکي سړک شوې ده.

لومړني معلومات

د مصر د رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۲۱م کال د دغه هېواد پر لویو لارو شوو ترافيکي پېښو کې ۷۰۰۰ کسان مړه شوي ول. 
د مصر دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه ترافيکي پېښې نن شنبه د اکتوبر ۲۸مه، د مصر په بحیره ایالت کې چې د پلازمينې قاهرې شمال ته په شاوخوا ۱۳۲ کيلومترۍ کې واقع دی، شوي دي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د الاحرام په نوم دولتي ورځپاڼې د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې دغه ټکرونه د یوه موټر چې د تيلو ټانکۍ ېې سورۍ شوې وه، له کبله رامنځ ته شول، چې په ترڅ کې ېې ځینو موټرو اور واخیست.

د یو بل خبر له مخې د جمعې په ورځ د مصر د سرې بحېرې په دوو ښارګوټو کې بې پيلوټه الوتکې راوغورځېدي. د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي، تر دغې پېښې وروسته د شنبې په ورځ پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د مصر حاکميت ته درناوی وکړي.

السیسي په قاهره کې د توليدي توکو په یو نندارتون کې وويل چې مصریان باید د خوندیتوب احساس ولري او پوځ د دې توان لري چې له هېواده ېې ساتنه وکړي. هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې هېواد به ېې په سيمه کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکړي او نه غواړي چې جګړه ېوې سیمیزی جګړې ته پراخه شي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب