1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: په ترافيکي پيښه کې ۷ کسان مړه او ۲۲ ژوبل شوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

په مصر کې د یو مساپر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له امله ۷ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. د جمعې په ورځ پولیسو ويلي دي چې پيښه د پلازمېنې قاهرې ښار سويل ته په يوه صحرايي سړک کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4FmMJ
Ägypten Explosion gerichtet auf Touristenbusse in Kairo
د آرشیف انځور - په قاهره کې په ۲۰۱۹م کال یوه ترافيکي پيښه انځور: Reuters/A. Fahmy

د آلمان خبري آژانس، له قاهرې ليکلي چې دغه ترافيکي پيښه د منیا ښار يوې ورودي دروازې ته نژدې شوې ده.

د الیوم السابع په نوم ورځپانې له قوله ويل شوي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې لارۍ موټر یو مساپر وړنکی بس چې له اقصر څخه د قاهرې پر لور روان وو وهلی دی. زياته شوې ده چې د پېښي پر مهال په دغه بس کې شاوخوا ۵۰ کسان سپاره ول.

په مصر کې د ترافيکو پيښو رامنځ ته کېدل په نسبي توګه معمول دي چې تر ډېره ېې د موټر چلونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالي لاملونه ښودل کیږي.

مصر د خپلو سړکونو د کیفيت لوړولو په موخه، په وروستیو کلونو کې د نوو لارو يوه شبکه جوړه کړې ده.