1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا: د سیلابونو د قربانیانو شمیر تر ۵ زرو لوړ شوی دی

۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبه

د کارپوهانو په حواله په ۱۹۶۳م کال کې د المرج له زلزلې راهیسې دا په لیبیا کې تر ټولو لوی طبیعي ناروین دی. د سیالې حکومتي ډلې په حواله د وژل شوو کسانو شمیر ۵۲۰۰ ته لوړ شوی او تر ۱۰ زرو ډیر نور کسان لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4WGpe
Überschwemmungen in Libyen
انځور: Jamal Alkomaty/AP Photo/picture alliance

دلیبیا د سیالو حکومتونو څخه د یوه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق الخراز د المان خبري آژانس «ډي پي ای» ته وویل مرستندویان او ژغورونکي امله د مړو په را ایستلو مصروف دي. هغه وویل چې لږ تر لږه ۵۲۰۰ مړي را ایستل شوي دي. تر اوسه پورې نورو سرچینو دغه شمیرې نه دي تائید کړي.

الخراز وویل چې د درنه ښار یوه پر څلورمه برخه ویجاړه شوې ده. نوموړي وویل چې د سمندري طوفان له کبله د ښار دوه د اوبو بندونه ونړیدل او سیلاب له ځان سره ودانۍ او خلک لاهو کړل.

د شهات ښاروال حسین بودرویشاني، د المان خبري آژانس ته وویل چې د طوفاني بارانونو له کبله د سیمې نږدې ۲۰ زره کیلومتره مربع ساحه تر اوبو لاندې شوې ده.

په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو ستر طبیعي ناورین

د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د سرې میاشت مشر تمر رمضان، وویل چې د دې خونړي سیلاب له کبله نږدې ۱۰ زره کسان لادرکه دي.

هغه وویل چې د لیبیا د دویم لوی ښار بن غازي سربیره څو نور ختیځ ښارونه هم د طوفان له کبله زیانمن شوي دي. نوموړي زیاته کړه: »کیدای شي د وژل شوو شمیر ډیر لوړ وي.«

Libyen | Überschwemmungen in Derna
د درنه ښار نږدې یوه پر څلورمه برخه ویجاړه شوې دهانځور: Jamal Alkomaty/AP Photo/picture alliance

تمر رمضان د ویډیوي کنفرانس له لارې خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «مونږ د خپلو آزادو سرچینو د معلوماتو څخه دا تائیدولی شو چې د لادرکه کسانو شمیر ۱۰ زرو ته رسیدلی دی.»

ډله ایز تدفین یا ښخول

تر اوسه پورې د سیلاب له کبله د وژل شوو کسانو دقیق معلومات نشته. د بوابته الوسط په نامه اخبار د سه شنبې په ورځ ویلي چې تر ۳۰۰ ډیر مړي په اجتماعي یا ډله ایزو قبرونو کې ښخ کړای شوي دي.

د لیبیا د روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل د المسار تلویزون ته وویل: «په درنه کې ډیر زیانمن شوي کسان بند پاتې وو، او ډیر مړي خواره واره پراته وو... دا ځکه چې له شاوخوا سیمو سره د درنه ارتباط پرې شوی دی، نو له دې کبله د لادرکه شوو او مړو دقیق شمیر معلومول ستونزمن دی».

په لیبیا کې اوس مهال په ختیځ او لویدیځ کې دوه حریف حکومتونه دي او دواړه د قدرت پر سر په جگړه کې ښکیل دي چې له کبله یې دغه هیواد د نا امنۍ ښکار شوی دی.

د درنه ختیځ بندري ښار د افراطي اسلامپالو تر کنترول لاندې دی چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. په لویدیځ کې بیا د طرابلس حکومت د نړیوالو له خوا په رسمیت پيژندل شوی حکومت دی.

د نړیوالو مرستو لړۍ

په دومره پراخه کچه د رامنځته شوې ويجاړۍ  د خبر له خپریدو سره سم په هیواد دننه او له بهر څخه مرستندویه فعالیتونه شروع شول.

متحده عربي اماراتو، ترکیې، مصر، الجزایر، تونس او اروپايي اتحادیي په عاجل ډول د مرستې وړاندیز وکړ. دوی له سیلاب څخه د اغیزمنو شوو کسانو د ژغورنې او د لټون په چارو کې د مرستې او تر سیلاب وروسته رامنځته کیدونکي وضعیت د کنترولو له پاره خپل مرستندویه ټيمونه استولي دي.

د المان او امریکا په گډون ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو له دې طبیعي ناورین له قربانیانو سره خپله همدردي څرگنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په لیبیا کې د معمر القذافي له واک څخه تر لیري کولو او له وژلو راهیسې په دغه هیواد کې نا امني حاکمه ده.  په تیلو غني دې هیواد کې د واک پر سر د مختلفو ډلو ترمنځ جکړه روانه ده. بهرنيو هېوادونو هم دې اور ته د لمن وهلو هڅه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب