1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په لیبيا کې تر سېلابونو وروسته لس زره کسان لادرکه دي»

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنو د مسئولينو په حواله په لیبیا کې تر يوه سخت طوفان وروسته د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې لږ تر لږه لس زره کسان لادرکه دي. چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي چې د مړو شمير ډېر زیات دی.

https://p.dw.com/p/4WFCI
Libyen | Überschwemmungen in Misrata
انځور: Emhmmed Mohamed Kshiem/AA/picture alliance

چارواکي اټکل کوي چې يوازې په ختیځ بندري ښار درنا کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي دي. دوی په عين حال کې خبرداری ورکړی دی چې د مړو شمير ښايي نور هم لوړ شي.

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنو د فدراسيون د مشر تامر رمضان، له خوا په لیبيا کې خبريالانو ته ويل شوي: «د مړو شمير ډېر زيات دی او ښايي تر زرونو ورسيږي.»

نوموړي زياته کړه چې موږ د خپلو خپلواکو سرچينه د معلوماتو پر اساس دا تائيدولی ش چې د لادرکه شويو کسانو شمير تر لسو زرو رسيږي.  

د سرې میاشتې مسئولين په دې باور دي چې ښايي د قربانیانو شمېر زیات شي. د هغوی له خوا زياته شوې چې راغلي  «وضعیت ناورین ته ورته دی» او ډېر انسانان لادرکه دي. زياته شوې چې طوفان ډير زيانونه اړولي دي.

د لیبیا په ختیځ کې د مرکزي حکومت مخالف حکومت اټکل کوي چې د مړو شمير به تر زرونو ورسيږي. لومړي وزیر اسامه حماد، د المسار ټلویزیوني چینل ته وویل، چې د دوو زرو تنو د وژل کیدو ویره شته. په دغه هېواد کې چې شاوخوا اوه میلیونه نفوس لري، زرګونه نور کسان لادرکه دي. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه خپلواک معلومات نشته.

د شمالي افریقا دغه هیواد له کلونو راهیسې د واک پر سر مبارزې له کبله کمزورې شوی. د هېواد په لویدیځ پلازمینه طرابلس کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوي موقت حکومت پر ضد  په ختیځ کې مخالفین  د واک له پاره مبارزه کوي چې د محلي پارلمان او د ځواکمن جنرال خلیفه اختر له خوا يې ملاتړ کیږي.

دانیل  طوفان له کبله د ختیځ لیبیا لویې برخې سیلاب وړي

د «دانیل» طوفان چې سخت باران ورسره مل وو، د یکشنبې په ماسپښین له ختیځ لیبیا څخه تېر شو. د بن غازي، سوسي، البيضاء، المرج او درنا ښارونو ځينې برخې تر اوبو لاندې دي. اوسیدونکو راپور ورکړی چې اوبه کله ناکله په کوڅو کې مترونو ته لوړیږي. ښوونځي او دوکانونه تړل شوي دي. چارواکو د ختیځ په يو شمیر ښارونو کې بیړنی حالت اعلانی کړی دی.

ليبيا | په مصراته کې سیلابونه
ليبيا | په مصراته کې سیلابونهانځور: Emhmmed Mohamed Kshiem/AA/picture alliance

د بیړنیو خدماتو په وینا، د سیلابونو له امله د ژغورنې اقدامات ستونزمن وو او دوی د چورلکو په ملاتړ تکیه کوي. د البیدا ښار یوه اوسېدونکي وویل چې وضعیت «ډیر خراب» دی او د بریښنا او انټرنیټ اړيکه پري شوی ده. هغه زیاته کړه: «دا تر ټولو لوی سیلاب دی چې موږ په کلونو کې لیدلی دی.»

د ژغورنې عملیاتو په لړ کې سرتیري ورک شوي

د ليبيا د وسله والو ځواکونو يوه وياند احمد المیسماري وويل، د ژغورنې عملياتو پر مهال يې له پنځو سرتېرو سره اړيکې پرې شوې دي. د چارواکو په وینا په هغو سيمو کې چې لاس رسی ورته سخت دی، له نورو سيمو سره یې تماس پرې شوی دی. د ژغورنې ډلې د پوځ په ملاتړ دوی ته د رسیدو هڅه کوي.

«دانیل» طوفان تر دې مخکې په یونان، ترکیې او بلغاریا کې له سختو بارانونو سره مل وو او د ویجاړونکي سیلابونو لامل شو، په ځانګړې توګه د يونان  په تیسالي کې. د یکشنبې تر ورځې پورې، یوناني چارواکو د ۱۵ مړینو راپور ورکړی وو، او د مدني خوندیتوب د معلوماتو له مخې دوه کسان لا تر اوسه لادرکه دي. د چارواکو په وینا په ترکیه او بلغاریا کې دولس تنه وژل شوي دي.