1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي غواړي د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

د اوکراين ولسمشر يو نوی قانون په نظر کې لري چې له مخې به یې د جګړې په موده کې فساد ته له هېواد سره د خيانت په سترګه کتل کیږي. په دې منځ کې د مسکو په فضا کې هوايي ترافيک ته په موقتي توګه اجازه نه وه ورکړل شوې.

https://p.dw.com/p/4Vdb1
د اوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکيانځور: president.gov.ua

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په پام کې لري چې په کیف کې پارلمان د فساد په برخه کې سختو جزاو ته وهڅوي. نوموړي د یوې مرکې پر وخت وويل چې د پارلمان غړيو ته به د قانون يوه مسوده وړاندې شي چې له مخې به یې د جګړې د مودې پر وخت فساد ته له هېواد سره د خيانت په سترګه کتل کیږي او جزا به یې هم پر همدې کچه وي.

هغه وويل: «زه نه پوهیږم چې قانون جوړونکي به دا وړاندیز ومني او که نه – خو زه به دا وړاندیز هرو مرو کوم.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

زيلنسکي په دې باور لري چې پر اوکراين د روسیې د يرغلیزې جګړې پر وخت دا ډول حقوقي مشابه کول به یې له هېواد سره مرسته وکړي. نوموړي وويل چې له فساد او غير رسمي اقتصاد پر ضد د بريالۍ مبارزې واګي د ولس او شرکتونو په لاس کې دي. هغه وويل: «موږ به صادق اوسو او ماليه بايد ورکړو.»

اړونده موضوع: ولې د اوکراین د دفاع وزیر له دندې ګوښه کیږي؟

د اوکراين قضايي سیسټم تر اوسه د فساد په مقابل کې بېلا بېلې جزاو لري چې له نغدي جريمو نیولې تر څلورو کلونو بند سزاوې پکې شاملې دي.

په ځينو ډېرو ځانګړو قضیو کې حتی تر دولسو کلونو بند سزا هم شتون لري. په دغه هېواد کې د فساد سره کلکه او موثره مبارزه په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د ممکنه غړيتوب د شراېطو له جملې يو مهم شرط دی.

په مسکو کې هوايي ترافيک

د مسکو په دواړو ملکي هوایي ډګرونو او همدا راز د شکوفسک په پوځي هوايي ډګر کې يکشنبه د شپې يو وار بيا هوايي ترافيک تړل شوی وو. د روسیې د دولتي خبري آژانس «تاس» په حواله د پلازمينې مسکو په هوايي ډګرونو کې په موقتي ډول الوتکو د پرواز او کښته کیدو اجازه نه لرله.

خو تر دې لږه موده وروسته بيا د هوايي دګرونو چارې نورمالې شوې. د مسکو ښاروال بيا وروسته وويل چې د مسکو ښار پر لور پرواز کوونکی يو ډرون ليوبرتسي ښار ته څيرمه له منځه وړل شوی دی.

د مسکو دوموديدوف هوايي ډگر
د مسکو دوموديدوف هوايي ډگرانځور: Marina Lystseva/dpa/picture alliance

په مسکو کې د دفاع وزارت په حواله يکشنبه د شپې د بې پېلوټه الوتکې يو بل بريد هم په بريانسک سيمه کې شنډ کړل شوی دی. د پوځ په حواله په جنوب ختیځ کې هم د اوکراين پولې ته څېرمه دوې نورې بې پيلوټه الوتکې ویجاړې کړل شوي دي.

په مسکو کې مشرتابه د دې بريد پړه پر اوکرايني عسکرو ور اچوي.

په تور سمندرګي کې د تجارتي کښتۍ سفر

د اوکراين په حواله له روسیې سره د غله جاتو د تړون له لغوه کیدو کابو شپږ اونۍ وروسته دويمه بار وړونکې کښتۍ چې د اوديسا له بندر څخه روانه شوې وه، خوندي اوبو ته رسېدلې ده.

ولسمشر زيلنسکي وويل چې د سينګاپور د بيړۍ چلوونکې شرکت دغه د «بريموس» په نوم کښتۍ چې د لیبريا تر بیرغ لاندې سفر کوي، په توره بحيرې کې په موقتي توګه د رامنځته شوي دهلیز څخه تر تېريدو ورسته په خوندي توګه د رومانيا اوبو ته رسېدلې ده.

اړونده موضوع: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

د نوموړي په حواله په دې کښتۍ کې د افریقا د باراز له پاره فولاد بار وو.

روسیې د جولای میاشتې په نیمايي کې د غله جاتو هغه تړون لغوه کړې وو چې پر جګړې سربیره یې هم اوکراين ته د تورې بحيرې له لارې د خپلو غله جاتو د انتقال زمينه برابروله. اوکراين بيا د اګست میاشت په سر کې د تورې بحيرې د خپلو ډېرو بندرونو لارې د تجارتي کښتيو له پاره پرانيستلې.

دا په داسې حال کې وه چې روسیې اخطار ورکړی وو چې د غله جاتو د تړون تر ختميدو وروسته به هرې هغې کښتۍ ته د دښمن د کښتۍ په سترګه ګوري چې له اوکراين څخه او يا د اوکراين په هدف په تور سمندرګي کې سفر کوي.

ب. ص/ ن. ز (rtr, dpa, afp)