1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هیواده بهر افغان ورزشکارانې په اسیایي سیالیو کې برخه اخلي

۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبه

يو شمېر افغان ښځينه ورزشکارانې چې له هېواده بهر ژوند کوي د چين په اسيايي لوبو کې ګډون کوي. د طالبانو ادارې ویلي چې دغو سیالیو ته هیڅ ښځینه ورزشکاره نه لیږي

https://p.dw.com/p/4W1Mv
Afghanistan | Taliban verbieten Frauen im Sport
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په داسې حال کې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې پخواني چارواکي وايي چې د چین په اسیايي لوبو کې به ۱۷ ښځینه ورزشکارانې په دریو ورزشي برخو کې برخه واخلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د بدني روزنې ریاست دویچه ویله ته ویلي چې دغو لوبو ته به د افغانستان په استازیتوب هېڅ ښځینه ورزشکاره ونه لېږل شي.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې ۱۷ ښځینه ورزشکارانې به د روانې میاشتې په وروستیو کې په اسیایي لوبو کې د ګډون له پاره چین ته ولاړې شي.

اسيايي لوبې به د سپټمبر له ۲۳مې څخه د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې د چين په هانگژوي ښار کې تر سره شي.

په تبعيد کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډډله چې رسميت نه لري

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د المپیک د کمېټې له قوله لیکلي دي: »د افغانستان د المپیک ملي کمیټه به د ۱۷ ښځینه ورزشکارانو او متعهدو مسوولانو په شمول په درو برخو منډې وهلو، بایسکل چلولو او والیبال له پاره یو ټیم جوړ کړي.«

خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د المپیک ملي کمیټې دویچه ویله ته وویل چې د اسیايي لوبو له پاره ښځینه ورزشکارانې نه لیږي.

د پخواني حکومت د والیبال فدراسیون عمومي منشي خوشحال ملکزی چې اوس په استرالیا کې دی، دویچه ویله ته وویل چې دغه ورزشکاران د طالبانو له رژیم سره هیڅ تړاو نه لري او دا ټیمونه به د المپيک نړيوالې کميټې او د اسيا د اولمپيک کميټې په ملاتړ د چین په سیالیو کې ګډون وکړي.

ده وويل چې د ښځو د واليبال ټيم اوس په ايران کې دى او په اسيايي سياليو کې د ګډون له پاره تيارى نيسي. د ملکزي په خبره، د ښځو د والیبال د ټیم یو شمېر لوبغاړي چې په پاکستان کې وو، ایران ته هم تللي دي.

د ملکزي په خبره، په دغو سیالیو کې ټولې لوبډلې د «افغانستان تر نامه لاندې» او د المپیک د نړیوالې کمېټې په ملاتړ ګډون کوي.

ملکزي زياته کړه: « زموږ دواړه ټيمونه چمتووالى نیسي، زموږ نارينه څانګه په کابل کې او زموږ ښځينه څانګه په ايران کې په دغو سياليو کې د نړيوال او اسيايي فدراسيون په مرسته ګډون کوي.»

په افغانستان کې د ښځو ورزش د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې منع شوی دی، چې له امله یې د ښځینه ورزشکارانو په ګډون ډیری نامتو میرمنې د ځورونې له ویرې هیواد پریږدي.

طالبانو د ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ سختې محدودې کړي دي. څرنګه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د نجونو او ښځو له پاره ثانوي زده کړې او لوړې زده کړې منع شوي، ملګرو ملتونو ویلي چې دا بندیزونه "د بشریت ضد جرم" ګڼل کیدی شي.

پرتګال د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلي ته پناه ورکړه

د المپیک نړیوالې کمیټې (IOC) هم په تیر دسمبر کې طالبانو ته خبرداری ورکړی وو چې سپورت ته د ښځو او ځوانو نجونو ته په خوندي ډول د لاسرسي اجازه ورکول په پاریس کې د  ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د دغه هیواد د ګډون له پاره شرط دی.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړه او لیکلي یې دي: « د افغانستان د المپیک ملي کمیټه به د ۱۷ ښځینه ورزشکارانو او ژمنو مسوولینو په ګډون د ښځو د ورزش یوه ډله جوړه کړي چې په دریو څانګو کې به ورزشکارانې ولري، منډې وهل، بایسکل چلول او والیبال.»

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سپورت څانګه کمزورې شوې، خو په وروستیو میاشتو کې یو شمیر ورزشکارانو ځینې لاس ته راوړنې هم لرلي دي. د بیلګې په ډول محمد حسن رضایي د اګست په میاشت کې په جنوبي کوریا کې د تکواندو د نړیوال فیستیوال اتلولي خپله کړه.

افغانه فوټبالره ناديه نديم د خپلې مور په وير کې ده

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې زیاته کړې چې ښځینه ورزشکارانو ته درې تحصلي بورسونه ورکړل شوي چې « د پاریس 2024 المپیک سیالیو ته د دوی سفر ته به لاره هواره کړي.»

 

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟