1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

افغانه فوټبالره ناديه نديم د خپلې مور په وير کې ده

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د فوټبال د نړيوالو اتلوليو کارپوهه ناديه نديم د خپلې مور په وير کې ده. نديم په انستاګرام کې خبر ورکړ چې مور يې په سه شنبه د يوه ټکر له امله مړه شوه کله چې ناديه په تلويزيون کې مېلمنه وه.

https://p.dw.com/p/4K76h
په انځور کې نادیه ندیم او د هغې مور حمیده سره لیدل کیږي چې په فرانسه کې د یوه ډاکمنټري فیلم جوړولو پرمهال اخیستل شوی دی.
په انځور کې نادیه ندیم او د هغې مور حمیده سره لیدل کیږي چې په فرانسه کې د یوه ډاکمنټري فیلم جوړولو پرمهال اخیستل شوی دی. انځور: federation entertainment/echo studio

په داسې حال کې چې ناديه نديم د ډنمارک او تونس ترمنځ د فوټبال لوبې په اړه د کارپوهې په صفت د بريتانيا په آي ټي وي چېنل کې مېملنه وه، د هغې مور په يوه ترافيکي پېښه کې ومړه. تر لوبې وروسته ۳۴ کلنه ناديه نديم د بحثونو په ګردي مېز کې حاضره نه وه.

افغانه مهاجره څرنګه د فوټبال ستورې شوه

د مانشستر سيټي او پاريس سان ژرمن د ټيمونو پخوانۍ لوبغاړې ليکلي دي چې »الفاظ هغه څه نه شي بيانولی چې زه يې احساسوم« او دا چې »ما په خپل ژوند کې تر ټولو مهم شخص له لاسه ورکړ او هر څه ډېر ناڅاپه او د انتظار خلاف وشول. هغه ايله ۵۷ کلنه وه.»

د ناديې نديم په خبره د هغې مور حليمه نديم له يوې لارۍ سره ټکر وکړ چې مرګوني ټپونه ورواښتل او ساه يې ورکړه. ناديې نديم چې په افغانستان کې زېږېدلې او رالويه شوې ده، په ماشومتوب کې خپل پلار هم له لاسه ورکړی وو.

نوموړی د افغانستان په پوځ کې جنرال وو او په ۲۰۰۰ کال کې د طالبانو له خوا ووژل شو. په دې پسې نديم له خپلې مور سره ډنمارک ته کډواله شوه چېرته چې يې د پېغلې په صفت د فوټبال لوبه پيل کړه او په نړۍ کې يې ډېر شهرت وموند.

آ./ن.ص./ا.ا.